په رومانیه کې د مېلوګانو/یږانو شمېر زیات شوی چې د خلکو نه څاروي تښتوي او خوري. د دې هېواد سېنټ له دې وجې د مېلوګانو په ښکار د بندیز ختمولو فیصله کړې چې د ځنګلي ځناورو د تحفظ د ادارو له نیوکو سره مخامخ ده. د اې اېف پي ویډیو اېډیټ: منورشاه
د بشري حقونو دفاع کوونکي وايي، په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د ځمکني ماین په چاودنو کې ټول ۱۱۰ کسان مړه یا ژوبل شوي دي چې ۲۱ پکې ماشومان دي. حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي چې د ماینونو پاکولو کار يي پیل کړی دی خو له سیمې د پارلیمان استازي وايي په ډېرو سیمو کې اوس هم د ماین چاودنې کېږي. د کرښې پر غاړه کې خبرې کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
په کابل ښار کې د نن ورځې (عقرب ۲۲مه) موټر بمب چاودنې ۱۲ تنه ووژل او ۲۰ نور يې ټپيان کړل. پېښه نن سهار شاوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د دې ښار ۱۵مې حوزې د "قسیم سړک" په سیمه کې وشوه.
مېرمن کلنټن ويلي چې په دې کې هېڅ شک نشته چې روسيه په ځانګړې توګه هڅه کوي چې زموږ لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره د لوېديځو جمهوريتونو سياست ته تغير ورکړي.
دا په داسې حال کې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستيو کې د يو بل د سفيرانو د ځورولو پرسر لانجه رامنځ ته شوې ده.
په پاکستان کې د ټماټرو زیاتو نرخونو د سوات کروندګر خوشحاله کړي چې سږ کال یې د دې جوګه کړي چې راتلونکي کې فصل کرلو ته تیار وسي. خو ګاهکان وايي د دومرو قیمتي ټماټرو وس نه لري. له سواته د مشال ريډيو خبريال نياز احمدخان ویډیويي راپور وګورۍ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د قسیم سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.
د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن نن پر پلان ب B د عمل کولو اعلان وکړو او د ازادي مارچ ګډونوالو ته يې وويل د پلان نقشه او ترتيب به ورته د صوبايي ګوندونو مشران په ډاګه کړي. د نوموړي وینا وه له تېرو ۱۴ ورځو راهيسې په اسلام اباد کې موجود یاست او تر هغو به دلته یاست چې بل ږغ نه وي ورباندې شوی. د احمدالله ویډيو