د امریکا په سېنېټ کې د عدلیې کمېټۍ مشر او د ریپبلېکن ګوند سیاستوال سېنېټر لېنډزي ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام آباد کې له وزیراعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، له پاکستان سره یې پر راکړه ورکړه ولاړ تعلقات تېروتنه وبلله.
په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر ویلي، د ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره یې د مسود نیولو په اړه خبرې کړې دي. دی وايي، د سیند حکومت د
په پېښور کې موسيقار نذير ګل استاد په دې اند دی چې په پښتنو کې به د خيال محمد په څېر بااستعداده سندرغاړی بيا پيدا نه شي.
عوامي نیشنل ګوند د جنورۍ له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې د باچا خان او ولي خان تلینونو اوونۍ لمانځي. د دې لپاره ګوند په پېښور او نورو ځایونو کې غونډې او پروګرامونه جوړ کړي. د ګوند یو مشر میا افتخار حسین وايي، د غونډو له لارې ځوان نسل د باچا خان له فکر او نظریې خبروي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نوښار د پبو په چراټ سړک د یوې دیني مدرسې دوه ورځنۍ کلتوري مېله پای ته رسېدلې. د جامعه عثمانیه په نوم د مدرسې سلګونه زده کوونکو په مېله کې برخه اخیستې او له نورو ځایونو هم خلک ورغلي ول. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په ملایشیا (مالېزیا) کې لسګونه زره هندوانو د خپل یوه خدای موروګان د زېږنې مېله لمانځلې. په دې مېله کې هندوانو د خپل خدای خوشالولو په موخه بېلا بېل عبادتونه کړي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پاکستان کې یوې ګډې پلټنیزې ډلې د ساهیوال د وژنو پلټنې پیل کړې دي. د جنورۍ د ۱۹مې پېښې پر ضد په پنجاب کې وکیلانو کاربندیز کړی. پولیس وايي، په ساهیوال کې یې یو ترهګر وژلی خو عیني شاهدان او ماشومان وايي، پولیسو یې مور و پلار او یوه خور وژلې ده. د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
یوه سرچینه وايي چې په ميدان وردګ کې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې په موټربم برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ...
د اسرائیلو پوځ تأیید کړې ده چې په سوریه کې یې نن د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه کړي. د اسرائیلو پوځ په دې اړه ...
په کندهار کې د وچو مېوو سوداګر د نورو هېوادونو په نوم د افغانستان د مېوو خرڅولو اندېښمن کړي دي. دوی له حکومت څخه غواړي چې دوی ته له همدې ولایت څخه د مستقیمو صادراتو زمینه برابره کړي. نور په دې وېډیويي راپور کې چې محمد صادق رښتیني جوړ کړی کتلی شی. ایډیټ: تمیم اخګر
راهم له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان د کردار ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا او پاکستان اړیکي هم باید
د مومندو د پنډیالۍ او دانشکول اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د ماشي چیچلو له وجې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان په لېشمنایسېس یا لېشمېنیا ناروغۍ اخته شوي دي. چارواکي وايي، بیړنی حالت یې اعلان کړی، د ناروغانو درملنه کوي او سیمې ته واکسین هم رسوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.