د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پیل شي.
د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او پهدې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو وايي سره له دې چې له شامه یې پوځيان ووځي، واشنګټن له هغه هیواده د ټولو ایرانیو سرتېرو د وتلو په تکل دی.
په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر۱۰مه له مېکسیکو سره پولې ته د تګ پر مهال د دیوال جوړولو لپاره د دلیلونو ورکولو پر وخت وویل چې بیړنی حالت اعلانولو ته تیار دی.
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو چارو حکومتي کمېشن وايي، د تېر کال په اخري شپږو میاشتو کې یې په صوبه کې پر ښځو د تشدد او د هغوی د وژنې زیاتې پېښې ثبت کړې دي.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي. انکل ډېسکو وايي، اصلي نوم یې خدای نظر بلوڅ دی او د خدای رضا لپاره دا کار کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
بزنجو وایي هڅه کوي، د پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ ن په ګډون د اپوزیشن ټول ګوندیز اتحاد جوړ کړي. دی وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت ارادو ته په کتو یې دا ګام پورته
د قانوني چارو پوه قادر خان وایي، پر راو انوار په مقدمه کې پر هغه ۱۰۹، ۱۳۴ او ۳۰۲مې دفعې لګول شوې دي. دی وايي، که داسې کسان له عدالته ضمانت هم واخلي، نو خپل پاسپورټ