د خېبر پښتونخوا چترال سيمه کې د کالاش قبيلې خلک وايي د دوي ودونه د هلک او جينۍ په خوښه کېږي چې وروسته يې د کورنۍ غړي هم ومني. دوی وايي دا خبره صحيح نه ده چې کالاشي جيني او هلک د واده لپاره تښتي. په دې اړه د نيازاحمدخان ويډيويي راپور وګورئ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړي دي.
په پاکستان کې د پلان او پرمختګ مرکزي وزیر خسرو بختیار په مشرۍ د پولیو رنځ له منځه وړلو په اړه یوه غونډه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مخنیوي پروګرام به درې کاله نور غځول کېږي تر څو له دې هېواده په بشپړه توګه د ګوزڼ رنځ ختم شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ترکیه په سیمه کې خپل پیاوړي دريځ او دغه شان له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
د خيبر پښتونخوا دره ادم خيلو کې د سکرو کانونو کې ګڼ شمېر کان کېندونکې په داسي حالاتو کې کار کوي چې هره ورځ له خطر سره مخامخ وي.
نن سهار د پېښور په صدر بازار کې يوې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړل. د ژوبل کسانو علاج د پېښور په لېډي ريډڼګ روغتون کې روان دی. د پېښې په ځای کې د پېښور پوليسو مشر قاضي جميل الرحمان او د بم شنډولو د څانګې مشر شفقت ملک له رسنيو سره د پېښې په اړه خبرې کړې چې تفصيل يې د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې وګورئ.
د امریکایي کانګرس او د سپینې ماڼۍ غړي به د جنوري پر پينځمه ویني او د ځینو تړل شويو حکومتي ادارو د بيا پرانيستلو په اړه به خبرې کوي.
د پاکستان انتخاباتي کميسيون د جنوري پر درېيمه په يوه اعلاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ ۱۶ څوکۍ اعلان کړې. ځينې قبايلي ځوانان پر دې خپه دي او وايي ټولې قانوني او جمهوري لارې به کاروي تر څو حکومت دغه څوکۍ ورله زياتې کړي. دا ځوانان وايي چې لومړی دې په قبايلي سيمو کې سمه سرشمېرنه وشي او بيا دې ټاکنې وشي. خو حکومت او ځينې ځوانان بيا پر دې عقيده دي چې داسې کار بايد ونشي چې له وجې يې په قبايلي سيمو کې دغه انتخابات وځنډېږي. د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې د قبايلي ځوانانو... Читать дальше...
اردوغان وايي "موږ به په استنبول کې درې اړخيزه غونډه ولرو چې د مارچ تر ۳۱مې وروسته به وي. زه باور لرم چې د پاکستان ،افغانستان او ترکيې درې اړخيزه غونډه به د ډېرو ستونزو له حل سره مرسته وکړي."