د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل رحمان ویلي د هیواد د مشرقي او مغربي پولو په اړه د حکومت پالیسي د تضاد ښکار ده. د جنورۍ په دولسمه نیټه په پېښور کې دګوند د مجلس عاملې د غونډی وروستو خبري کانفرانس ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې یو خوا ته په مشرقی پوله د سیکانو د تګ راتګ لپاره د کرتار پوره لاره پرانستل کیږي نو بل خوا د افغانستان سره په پوله ازغن تار غځول کیږي. په دغه اړه د مشال ریډیو سره په ځانګړیو خبرو کې مولانا فضل الرحمان وویل چې د د هیواد د دواړو پولو په اړه جلا جلا پالیسۍ د هغه په اند د اندیښنې وړ دي. Читать дальше...
د سوات د کبل سیمي ریالست شاعر محمد ګل منصور چې پر پښتونخوا سربېره په افغانستان کې یې هم د شعر مینه وال زیات دي، د هغه د دوه کتابونو «کافر جانان» او «والۍ مه خرڅوه» مخکتنه په جلال اباد کې وشوه چې ګڼو لیکوالو او شاعرانو د هغه په شعري قوت ویناوې او مقالې وارولې.
د لوګر پوهنتون استادان، محصلان او مدني فعالان وايي، چې په افغانستان کې په ټولو وګړو د اساسي قانون یو ډول نه پلي کیدلو حکومت او ولس ته ستونزې جوړې کړي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي د روان کال د مې په میاشت کې يې په قبایلي ضلعو کې د انتخاباتو تیارۍ نیولي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر۱۳مه د وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب محسود د لومړی کلیزې په مناسبت په ټانک کې لویه ولسي غونډه کوي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د اویکنینګ په نوم د ښځو د حقونو د دفاع د یوې اداری د راپور تر مخه په ۲۰۱۸م کال کې په دغه سیمه کې ۴۰ ښځې د غیرت یا ناموس په نوم وژل شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ډېر ژر به په اسلام اباد کې د افغان او پاکستانيو دیني عالمانو ګډ کانفرنس جوړ شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چارواکیو هغه ادعاوې رد کړي چې ګني خلک اوس د حکومتي اجازت نامې بغیر شمالي وزیرستان ته سفر کولې شي او خپل کاروبارونه کولې شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي.