چارواکي او د ذهني رنځونو پوهان وايي چې د پېښور په ګډون د پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو او سیمو کې ایس په نوم نشې ډېرې عامې شوي دي چې له کبله یې د ځوان کهول یوه لویه شمېره د ذهني رنځونو ښکار شوې ده.
نن [د جنورۍ پر اتمه] په پېښور کې وکيلانو له عدالتونو پرېکون کړی. وکيلانو دا احتجاج تر هغې وروسته پېل کړی چې پرون [د جنورۍ پر اوومه] په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست چارواکي وايي چې نن د [جنورۍ پر اتمه] له غرمې مخکې د خوست ښار په سپین جومات سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کوهاټ د دره ادم خېلو د سکرو کان کېندونکو مظاهره کړې او له حکومته يې غوښتي چې د دوی خونديتوب دې باوري کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې یو شمېر وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځای شول او يو شمېر داعش وسله وال له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شول.
د څارونکو په باور د کيم جونګ ان د دې سفر موخه له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر احتمالي سرمشریزې وړاندې د بیجينګ همغږي ترلاسه کول دي.
عمران خان ويلي اوس به د امريکا لخوا ترې د پخوا په شان د Do More يا لا نور څه کولو غوښتنه نه تکراریږي، بلکې پر ځای به یې «هیواد» د سولې د پروسې د یو «غړي» په حېث خپل رول لوبوي.