د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي چې په تېر يو کال کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی خو دوی به خپله اييني مبارزه جاري ساتي. نوموړی وايي لويه لاس ته راوړنه يې د خپل حق لپاره غږ پورته کول، نړيوال په خپل حالت خبرول او د ولس له زړونو وېره ختمول ده. له نوموړي سره د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د غورځنګ د تېر کال فعاليت او پرمختګ په اړه پوښتنه ورڅخه کړې. مرکه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې زياتره خلک له يخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره تودې جامې له کباړ بازار نه اخلي. دوي وايي دغه دويم لاس کباړي سامان ډېر په ارزانه بيه تر لاسه کوي او معيار يې هم ښه وي. نور حال د مشال راډيو خبريال نيازاحمدخان په ويډيويي راپور کې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې خبريالانو د خپلو حقونو لپاره د احتجاجي مظاهرې پروخت د رسنيو له مالکانو غوښتنه کړې چې په غېر قانوني توګه دې خپل کارکوونکي له څوکيو نه لرې کوي. نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] د راولپنډۍ او اسلام اباد خبريالانو تنظيم د يو شخصي ټېليويژن چېنل ((اېکسپرېس ټي وي)) مخې ته د مظاهرې تابيا کړې وه او د ياد تلويزون له مالکانو څخه يې وغوښتل چې په جبري توګه دې کارکوونکي له نوکريو نه لرې کوي. نور حال د مشال راډيو په ويډيو کې.
د خېبر پښتونخوا د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان انتظامې چارواکې وايي، د پوځي عملياتو له وجې په سيمه کې ۶۲۰۰۰ کورونه ړنګ شوي ول او د دې سروې يې بشپړه کړې ده.
د ((زموږ ژوندون)) تنظیم مشرې وفا وزیر مشال راډیو ته ویلي، دا سیالۍ يې د امن د پیغام خورولو لپاره کولې خو ځېنو مذهبي ډلیو پرې اعتراض وکړ.
د جنورۍ پر ۱۸مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې نوموړي وویل چې د دې ډیم د ۳۰۹ اربه روپو ټېکه حکومت د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داود ته ورکړې ده چې له اصولو څخه سرغړونه ده.
د جنورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند د مرکزي کمیټۍ تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د ګوند یو مشر فرحت الله بابر وویل پوځي عدالتونه د لادرکه کړل شویو خلکو عدالتونو ته د نه وړاندې کولو لپاره د بهانې په توګه کارول کېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقاتونه کړي دي.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د غوايانو جنګولو مېلې په راويتي انداز ترسره کېږي.