محمد حنیف اتمر نن [د جنورۍ پر ۱۸مه] په رسمي توګه خپل ځان د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه له خپلو مرستیالانو سره د انتخاباتو په کمېسیون کې ثبت کړ.
د سوګند پورته کولو غونډه کې وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه او نورو حکومتي لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولايتونو کې سلګونو لاریونوالو د جنورۍ پر ۱۷مه غوښتنه وکړه چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پېل کړي. په دې اړه د امريکا غږ اشنا ويډيو وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، سره له دې چې تحریک انصاف په صوبه او مرکز دواړو کې حکومت لري، بیا هم د بجلۍ په خالص منافعه کې د صوبې په حق ګټلو کې پاتې راغلی دی.
اقبال اپریدی وايي، عمران خان د غونډې پر مهال د قبایلو د پارلېماني استازو د غوښتنو ملاتړ وښود او ویې ویل چې د اپوزیشن نظر معلومول په کار دي.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر د جنورۍ ۱۷مې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي، خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي مشر جنرال سکاټ مېلر