د پاکستان الېکشن کمېشن د جنورۍ په دوايمه په يوه علاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د څوکيو په اړه وويل چې د باجوړ به درې، مومندو به دوه،خېبر به درې،کرمې به دوه،اورکرزو به يوه،شمالي وزيرستان به دوه،جنوبي وزيرستان به دوه او نيمو قبايلي سيمو به يوه څوکۍ وي.
فرهاد بي بي وایي لومړی ورته دا کار ګران ښکارېدو خو اوس په خپل کار پوره پوهیږي او د ابادکارۍ مختلفې منصوبې يې سر ته رسولي دي.
د خېبر پښتونخوا د صوابۍ اسما سهېل د سترګو نظر دومره کم دی چې ليک لوست پرې نه شي کولی خو بيا یې هم پوهنتون کې لومړې مقام تر لاسه کړی دی. نوموړې د صوابۍ په پوهنتون کې د قانون څانګې زده کونکې ده. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبرپښتونخوا هنرمندان شاعران او ادیبان وايي له یوې خوا يې په صوبه کې د هنر سره تړلي کارونه د نشت برابر دي او بلې خوا ته د کلتور څانګې لخوا مقرره مالي مرسته يا وظيفه هم نه ورکول کېږي. دوی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کلتور او سیلګرۍ د صوباي وزیر عاطف خان سره ملاقات کړی دی.
په جلال اباد کې د انجينرۍ يوه خصوصي شرکت د یو شمېر دولتي او غير دولتي موسسې د انجينرانو لپارهپه پينځه ورځنی روزنیزه ناسته کې د ساختماني موادو د ټیسټونو او د ساختماني پروژو د کيفیت د کنټرول په اړه نظري او عملي زده کړه ورکړې.
د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ډاکټر حېدر علي او د پېپلزپارټۍ د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان دي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګريس د دواړو خونو مشرانو ته د پولو د امنیت په اړه د معلوماتو لپاره سپينې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.