د پاکستان سپریم کورټ د پخواني وزیراعظم نوازشریف په اړه د ایون فیلډ ریفرنس کې د سزا دختمیدو په اړه د اسلام اباد هایکورټ فیصله پر ځایې وساتله او د دې پر ضد یې د نېب اپيل خارج کړ.فېصله د جنورۍ پر ۱۴ مه د سترې محکمې د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ کې قاضیانو پنځه کسیزې ډلې وکړه.
که د علیمه خان په بهر ملکونو کې جایداد وي نو ولې ترې پوښتنه نه کیږي؟ نیب نوازشریف او شهباز شریف او مریم نواز زندان ته اچوي خو د علیمه خان په اړه هیڅ نه کوي. قانون د هر چا لپاره یو شان وي، که څوک د وزیراعظم خور وي او یا نه.
له مومندو یې ټول معدنیات اسلام اباد ته یوړل، او اوس په وزیرستان کې هم د کرومایټ په اړه مالومات کوي. قبایل له وړاندې د خپلو وسایلو له لوټ ماره
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د پېښې له ځای سره نېږدې په ودانۍ کې پخوا د ملګرو ملتونو ځېنې کارکوونکي اوسېدل او کار یې کاوه.
د امن او سولې لپاره موږ د ننګرهار ولایت ټول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو لورو خواست کوو چې چې پر دې مظلوم ملت رحم وکړئ
د جنورۍ پر ۱۳مه پر اباسین د جیپونو کلنی ځغل وشو. دا ځل په سیالۍ کې دوو ښځو ډرېورانو هم برخه واخیسته. دا سیالي له اتو کلونو راهیسې د صوابۍ په هنډ کې کېږي چې دا ځل یې تابیا یوه کلب او د خیبر پښتونخوا سېلګرۍ ادارې کړې وه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر شپږمه درېواړو ته په برتانیا کې د اېونفیلډ په نوم د ګرانو کورونو لرلو په تور د بند سزا اورولې وه چې د اسلام اباد های کورټ د
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په کالو خان کې د یوه پخواني درمسال او جومات دېوال یو دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا چې هلته هندوان اوسېدل نو هغوی به درمسال ته تلل او مسلمانانو به یې څنګ ته په جومات کې لمونځ کاوه. د سیمې اوسېدونکي وايي، اوس د درمسال وداني خرابه ده او د پرېوتو وېره یې ده. د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، ژر به سیمې ته پوهان ورواستوي او درمسال به ورغوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
رسنۍ وايي، د جنورۍ پر ۱۴مه بویېنګ ۷۰۷ الوتکې چې د کرج ښار پر فتح هوايي ډګر ناسته وکړه نو له دېوال سره وجنګېده.
خبریال اسد هاشم ۳۳ کلن دی او اکثر د مذهبي لږکیو د حقونو او ژوند او د هغو پښتنو په اړه رپورټونه جوړوي چې د پاکستاني حکومت له خوا د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ځورېدلي دي.
پر واورې د ښویېدو لوبې ته سکي ویل کېږي. دا هغه لوبه ده چې په ژمي کې کېږي او د افغانستان په بامیان ولایت کې هم له ۱۰ کلونو راهیسې دود شوې ده. په بامیانو کې اوس د دغې لوبې شپږ کلبونه دي چې د ۳۰ سلنه نجونو په شمول له ۱۰۰ زیات کسان پکې زده کړې کوي. وېډیو: عباس نادري او اېډېټ: ابراهیم صافی
د شمالي وزیرستان ضلعي انتظاميې ته د داخلېدو لپاره د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اجازت نامې شرط ختم کړی دی. انتظامیه وايي، هر کس چې شناختي کارډ ولري، وزیرستان ته ورتللای شي. د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې تر پوځي عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان ته تګ لپاره اجازتنامه په کار وه. اوس چې دا شرط ختم شوی نو موږ مو وزیرستان ته تر ننوتو مخکې د سیدګي پوستې ته ورولو.
د جنورۍ پر ۱۴مه په اورېدنه کې د خیبر پښتونخوا لوی څارنوال د سپریم کورټ د قاضیانو درې کسیزه جرګګۍ ته د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شوي برید په اړه د عدالتي کمېشن د
د جنورۍ پر ۱۴مه د افغانستان د شبرغان د ښار هوا توپاني وه. دا ښار د افغانستان په شمال کې یو صنعتي ښار دی چې طبیعي زیرمې هم لري. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار یې انځورونه اخیستي.