په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو څېړنيز مرکز د ۲۰۱۸ز لپاره په خپل کلني راپور کې ليکلي چې په ۲۰۱۷ز کال کې په خیبر پښتونخوا په ورګډو شویو سیمو کې د ناامنیو ټولې ۳۲۵ پېښې
په خیبر پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو کې اوس د پخوا په نسبت زیاتې ښځې په سیاسي ګوندونو، د بشري حقونو په ادارو او یا په ټولنه کې د خپل حق پورته کوونکو په لېسټ کې لیدل کېږي.
د غايب کړل شوو کسانو په اړه زما [قانوني مسوده] پېنځه ځلې د اسمبلۍ پر اجنډا راغلې خو د اسمبلۍ غونډې ته وړاندې نه شي. د تری تم کېدو په دې عمل کې
د خېبر پښتونخوا د چارسدې شوقدر اوسېدونکی حاجي ګل چې د کورنیو چرګانو فارم لري وايي، په ورځ کې تر ۱۰۰۰ کلدارو یا روپیو ګټه لري. نوموړي وايي، د پخوا پرتله د دې فارم په جوړولو کې ژوند یې ښه شوی دی. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د ننګرهار په ګمرک کې د قاچاقي مالونو د محصول کېدو مسله هغه مهال بربنډه شوه چې تېره اونۍ د ګمرک مخې ته د تېلو یوه ټانکر اور واخیست چې په خوا کې د چرګانو له غوښو بار یو ټيلر موټر هم نيمه سوځېدلی و.
په اسلام اباد کې د سفارت یوه چارواکي د جنورۍ پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا خبره مشعل د جنورۍ پر ۱۵مه په پېښور کې افغان کډوالو ته
په ۲۰۱۸ز کال کې وسله والو د هېلمند د لښکرګاه نيولو په موخه جګړه پېل کړه چې پکې یو شمېر افغان سرتېري ووژل شول. سید کمال هم له هغو سرتېرو دی. د نوموړې کونډه وايي، د مېړه تر مړینې وروسته یې ژوند تریخ شوی. نور د امریکا غږ اشنا راډیو په ویډیويي رپورټ کې.
په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په ځېنو اروپايي هېوادونو کې ګڼو کسانو د جمهوریت په حق او د امریت یا دېکتاتورۍ ضد قربانۍ ورکړې وې. په دوی کې یو د هغه وخت د چېکوسلواکیا ځوان زده کوونکی یان پلاخ هم وو چې په پلازمېنه پراګ کې یې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ضد احتجاجاً ځان ته اور واچاوه او مړ شو. دا پېښه په ۱۹۶۹ز کال کې شوې وه. د پلاخ په ګډون د ځېنو نورو کسانو د قربانیو په اړه د رویټرز اژانس او د ملي یادګارونو انسټیټوټ ویډیويي رپورټ وګورئ.
احتجاج کوونکي وايي، انتظامیې بازار داسې وېشلی چې یو کس ته یې پېنځه، پېنځه دوکانونه ورکړي، او بل ته هېڅ هم نه دي رسېدلي.
د خیبر پښتونخوا د نوښار د جلوزو په کیمپ کې د باجوړ بې کوره خلک اوسي چې پکې لسګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. دا خلک په ۲۰۰۸ز کال کې له باجوړه بې کوره شوي ول چې پکې لسګونه کورنۍ اوس هم هلته اوسي ځکه چې په باجوړ کې کورونه او جایدادونه نه لري. د دوی د ماشومانو تعلیم په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
خلیلزاد د جنورۍ ۱۵مې پر ماښام، په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې
د شاه په خبره، استخباراتي ادارې د هغوی له ځایه خبر شول او سمدستي امنیتي سرتېرو او پولیسو د جنورې ۱۵مې شپې مهال په سیمه کې ګډو عملیاتو ته ورغلل.
هاشم وايي چې پر کومو موضوعاتو يې کار کړی هغه له مسلکي او د وړتيا له پلوه ځايي خبريالان هم کولی شي خو د ده په خبره، د پاکستان رسنۍ پر ځېنو