پېښور د خیبر پښتونخوا هغه ښار دی چې پکې یو شمېر لوی او واړه رستورانونه دي. په دې ښار کې له دودیزو خوړو واخله تر غربي هغو پورې هر څه خرڅېږي خو د غوښې خواړه چې پکې کباب، وریته او کړایۍ شاملې دي، ډېر مشهور دي. په اړه یې د فرانسې خبري اژانس ویډیو وګورئ.
راشد خان وايي، د سيمې له روايتي سازونه سره موسيقي غږول خوند ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د منځني ختیځ د نهو هیوادونو په سفر دی، د جنورۍ پر ۱۰مه په قاهره کې دی او له مصري چارواکو سره به خبرې کوي.
د بلوچستان د ډاکترانو څلورو ټولنو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د خپل ملګري ډاکتر ابراهیم خلیل د تښتونې ضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی. د کوټې روغتونونو ته ورغلي ناروغان او خپلوان یې وايي، د ډاکترانو هړتال ورته ستونزې پیدا کړې دي. ډاکتران وايي، په روغتونونو کې یوازې د بیړنیو مرستو څانګې فعالې دي. دوی وايي، د ډاکتر ابراهیم خلیل تر خوشې کېدو او د ډاکترانو امنیت ډاډ پورې کاربندیز ته دوام ورکوي. د صوبې اعلا وزیر جام کمال وايي، حکومت د ډاکتر خلیل خوشې کولو هڅې کوي.
نقیب الله مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په پیل کې ورک شو او بیا د جنورۍ تر نیمايي وروسته پته ولګېده چې نوموړی پولیسو وژلی دی.
په پرانیسته کې د ځنډ لامل دا دی چې له یوې چینايي کمپنۍ سي ار بي سره د رعایت ورکولو موافقه لا نه دی شوی چې ښايي په راتلونکو ۱۰ ورځو کې وشي.
د افغانستان د کندهار چارواکي وایي، د فزيکي فعاليتونو یعنې ورزش کموالی، د نامناسبه خوړو زیات استعمال او د نقليه وسايطو لکه ګاډو زياتېدل د زړه ناروغۍ د زياتوالي عمده لاملونه دي. ویډیو: محمد صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
د عوامي نیشنل ګوند مشر ویلي، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر یې له ګونده ایستلي نه دي بلکې، یوازې یې غړیتوب ځنډولی دی. اسفندیار ولي خان د جنورۍ اتمې پر ماخوستن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دا لازمي ده چې غړي ولاړ شي نو ګوند ته تاوان رسي. نوموړي د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې جایزې وبللې خو ویې ویل چې له طریقو او غوښتنو سره یې مخالف دی. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، غوښتنې یې اییني دي او د سوله ییز احتجاج حق هم ورته قانون ورکړی دی. غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو تر لاسه کولو پورې به مبارزې ته دوام ورکوي. اسفندیار... Читать дальше...