Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2024

Новости за 30.06.2024

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې له ذبیح الله مجاهد څخه د خبریالانو پوښتنې

د دوحې په ناسته کې د طالب پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته وویل چې د ښځو حقونه د افغانستان کې یوه کورنۍ مسله ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ټینګار کړی چې د دوحې په خبرو کې باید د ښځو حقونه یوه اساسي موضوع وي. د دوحې دریمه ناسته یکشنبه پیل او دوشنبه هم دوام کوي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان ۴۱ ضلعو کې د پولیو واکسیني کیمپېن کېږي

د پاکستان دولتي راډیو د جون پر ۳۰مه لیکلي چې ټاکل شوې چې روغتیايي کارکوونکي د هغه ځانګړي پینځه ورځني کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۹.۵ مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

Mashaalradio.com 

صوابۍ کې د ارزانې برېښنا لپاره احتجاجي تحریک پیل شوی دی

په صوابۍ کې د ایکشن کمېټۍ په نوم ولسي اتحاد په ضلع کې د ارزانې بجلۍ لپاره تحریک پیل کړی دی. د جون پر ۳۰مه د ضلعې اوسېدونکو احتجاجي مظاهره او کاربندیز وکړ. د احتجاج ګډونوال وايي د تربېلا بند برېښناکوټ په صوابۍ کې دی نو ځکه باید د هغې ضلعې اوسېدونکي د اوبو په نرخ بجلي ترلاسه کړي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د بنو جرګې یو ګډونوال: تر ماښام وروسته خلک له کوره له بهر وتلو وېرېږي

په بنو کې د جون پر ۳۰مه د امن لپاره جرګه شوې چې ورته ولسي مشران او فعالان ورغلي ول. د جرګې ګډونوالو وویل چې هلته وسلوال ښکاره ګرځي او د سیمې خلک د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. دوی له حکومته د امنیت لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه وکړه. دا په تېرو دوو میاشتو کې په بنو کې د امنیت لپاره څلورمه جرګه وه. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ او وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د بېلابېلو هېوادونو استازي د دوحې غونډې ځای ته رسېدلي دي

د جون پر ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي. تر تړلو دروازو شا ته په هغه غونډه کې د طالبانو د حکومت په ګډون د یوشمېر هېوادونو استازي ګډون کوي چې د جون ۳۰مې پر ماسپښین د غونډې ځای ته ورسېدل. فعالانو او د بشري حقوقو سازمانونو په ناسته کې افغان ښځو ته د ونډې پر نه ورکولو انتقاد کړی دی. د مشال راډیو همکار احمد تکل له دوحې څخه معلومات راکوي.




Mashaalradio.com 

نن په دوحه کې د افغانستان په اړه ۲ ورځنۍ غونډه پیلېږي

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناست مشري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو کوي او په افغانستان کې د هغه سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتونبایېوا هم ورغلې ده.

Mashaalradio.com 

انډونیشیايي هندوان د باران سوال لپاره د غره څوکې ته خېژي

د انډونیشیا (انډونیزیا) هندوان د هېواد برومو غره ته درناوی لري. هندوان له سلګونو کلونو راهیسې د هغه غره په لمن کې اوسي. دوی د باران دوعا لپاره د غره څوکې ته خېژي. هندوان وايي چې سږ کال کم ورښتونه شوي ځکه یې د فصلونو پیداوار هم کم وو. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus