Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2024

Новости за 03.06.2024

Pa.azadiradio.com 

ماینونه لا هم په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي

په افغانستان کې ماینونو او ناچاودو مهماتو لا هم د میلیونونو کسانو ژوند ته خطر پېښ کړی دی. یو راپور وايي، په افغانستان کې ښايي ۴ میلیونه وګړي د ناچاوده مهماتو او ماینونو له خطر سره مخامخ وي. نور په راپور کې:

Mashaalradio.com 

بنو کې د هدفي وژنو ضد د خلکو پرلت پای ته رسېدلی دی

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ځايي خلکو له خوا د هدفي وژنو پر ضد احتجاجي پرلت، د حکومت سره تر مذاکراتو وروسته پای ته ورسېد. پرلت وروسته له هغې پیل شوی و چې د جون پر دویمه په بنو او وزیرستان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې درې کسان وژل شوي ول. د پولیسو مشر وویل چې احتجاج کوونکو ته د پولیسو، پوځي مشرانو او انتظامي چارواکو لخوا ډاډ ورکړل شو چې د امنیت لپاره به ګامونه پورته کړي او په سیمه کې به یې پلي کوي. نوموړي وویل چې ککړ کسان به ژر ونیول شي. ویډیویي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د خوست او دوبۍ ترمنځ د شخصي کمپنۍ پروازونه پیل شو

د جون پر دویمه د خوست له نړیوال هوايي ډګره دوبۍ ته او بېرته خوست ته د خصوصي شرکت کام اییر الوتنې پیل شوې. د شرکت چارواکي وایي چې الوتکې به یې په اوونۍ کې دوه ځلې خوست او دوبۍ ته پروازونه ولري. د خوست، پکتیا او پکتیکا او دا راز د ډیورند کرښې پورې غاړې زرګونه اوسېدونکي په عربي هېوادونو کې پر کار او مزدورۍ بوخت دي. مساپرو د دې کار هرکلی وکړ او د الوتنو د بهیر روان ساتلو غوښتنه یې وکړه. ویډیویي رپورټ

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی "سېلاب نوري" د المپیک په سیالیو کې د مډال ګټلو ټټر وواهه

افغان لوبغاړی سېلاب نوري وايي چې المپیک کې د برخې اخیستلو لوبو کې توانېدلی چې دوه مهمې لوبې وګټي. هغه وايي، که د المپیک نړېواله کمېټه د بلنې کارت ورکړي نو هڅه به وکړي چې د المپیک په سیالیو کې مډال وګټي.

Mashaalradio.com 

په دوکۍ کې وسلوالو د سکرو د کان ۲ مزدوران وژلي دي

د پېښې ضد کانکیندونکو د جون پر درېیمه په دوکۍ له ناصر اباده لاریون پیل کړ او د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته یې په پرلت بدل کړ. پرلتوالو غوښتنه کوله چې په پېښه کې تورن کسان دې ونیول شي.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د شالمار دودیزه مېله

د شالمار مېله هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي چې په کې سلګونه کسان ګډون کوي. د دې مېلې یوه برخه هم توت خوړل دي چې ګډونوال بیا بڼونو ته ځي. نور جزییات په راپور کې:

Mashaalradio.com 

په سیند کې د خبریالانو د وژنې ضد په کراچۍ کې احتجاج شوی دی

په سیند کې په دې وروستیو کې د وژل شوي خبريال نصرالله ګډاني او نورو خبريالانو د وژنې په ضد خبريالانو او ولسي خلکو د جون په دویمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خبريالانو د وژنې په اړه دې یو عدالتي تحقيقاتي کميشن جوړ کړي، ککړ کسان دې ونیسي او سزا دې ورکړي. ګډاني د مې پر ۲۴مه د سیند په ګوټکي کې وسلوالو وژلی وو. حکومت وایي په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو هڅه کوي. ویډیویي رپورټ




Mashaalradio.com 

د اذربایجان تاريخي ښار باکو ته سیلانیان ولې ورتګ خوښوي؟

د اذربایجان مرکزي ښار باکو پر نړیواله کچه تاريخي او لرغوني ځايونه لري چې لیدو ته یې ګڼ سیلانیان ورځي. په هغه ښار کې ډېر تاریخي ځایونه دي چې د عربانو او منګولیانو په ګډون د ځينو پخوانيو دولتونو نخښې څرګندوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د پاکستان اوافغانستان ترمینځ پر خرلاڅو لارتجارت بیرته پیل شوی دی

د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې پر کابل د واکمنو طالبانو استازي حافظ محيب الله مشال راډيوته وويل چې دوی به هم ورته اسناد د پاکستان ټرانسپورټرانو ته ورکوي چې د جاري کولو لپاره يې له کابله يو چارواکی پېښور ته رسېدلی دی.

Mashaalradio.com 

د احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين

د ۲۰۲۴ز کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين دی. هغه په ۱۷۴۷ز کال کې په کندهار کې د افغانانو مشر وټاکل شو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. د احمد شاه بابا دوې مهمې کارنامې افغان ملت جوړونه او د پاني پت بريا يادېږي. احمد شاه اعظمي په خپل راپور کې د نوموړي ژوند او کارنامو ته کتنه کړې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د قبایلي سیمو مشران اسلام اباد کې مشورتي جرګه کوي

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ستونزو په اړه د جون له څلورمې څخه درې ورځنۍ مشورتي جرګه پیلېږي چې پکې د بېلابېلو ګوندونو مشران هم ګډون کوي. د جرګې یو منتظم جاوېد مسید وايي، تر دې مخکې یې تېره میاشت په پېښور کې هم جرګه کړې وه. دی وايي، د اسلام اباد د ناستې مقصد دا دی چې وفاقي حکومت له خپلو مشکلاتو خبر کړي او ورڅخه په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال شوی تاوان وغواړي. دا جرګه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وفاقي حکومت روان میاشت قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه (بجټ) وړاندې کړي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus