اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
د اوونۍ پېښو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه
د اوونۍ پېښو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه
عدالت د جون پر ۲۰مه، چې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، پولیسو او امنیتي ادارو ته امر وکړ چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې پاکستان ته ورغلي افغان هنرمندان نه نیسي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په وروستیو کې په چمن کې د پرلتوالو پر ګرفتارولو او هلته د اخ و ډب او تاوتریخوالي پر پېښو انتقاد وکړ. "د بل په کور ننوتل، د مځکې نیول، د بل حق نیول، دا ظلم دی دا به نه کوو."
عبدالله جان او تقریباً ټوله کورنۍ یې له تېر یوه کال کمه موده کې معتاد وو. د دوی د کورنۍ د شرایطو په اړه د ازادي راډیو د راپور تر خپرېدو وروسته، ډاکترانو عبدالله جان او د ده کورنۍ د معتادینو د درملنې یوه مرکز ته ولېږدول. هغه اوسمهال معتاد نه دی، خو د ځان او کورنۍ د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.