غزه کې سږ کال د څارويو مېلې نه کېږي
د غزې په خان یونس کې د څارويو د فارمونو مالکان وایي پخوا به د لوی اختر په ورځو کې هلته د څارويو مېلې لګېدل او د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه به پکې وه، خو د هغوی په وينا اوس هر څه خالي پراته دي.
د غزې په خان یونس کې د څارويو د فارمونو مالکان وایي پخوا به د لوی اختر په ورځو کې هلته د څارويو مېلې لګېدل او د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه به پکې وه، خو د هغوی په وينا اوس هر څه خالي پراته دي.
د تماس سیمه ییزې ډلې په دې دویمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران، چین، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي برخه لري.
د شام او سعودي عرب ترمنځ له تېرې يوې لسيزې وروسته سفارتي اړيکې بحالې شوې دي او په لومړي ځل به د سوریې یا شام خلک د حج لپاره له پلازمېنې دمشق نېغ په نېغه سعودي عرب ته پروازونه کوي. د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره چيانو د جون پر اوومه د مظاهرې په مهال له حکومته وغوښتل چې د پرلت نيول شوي غړي زرترزره خوشې کړي او د پرلتوالو غوښتنې ومني.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې، د پښتنو زده کونکو سازمان "پښتون کونسل" د جون په ۷مه د یوې ادبي او کلتوري غونډې تابیا وکړه. د غونډې لومړۍ برخه مشاعره او دویمه برخه موسیقي وه چې تر شپې یې دوام وکړ. د غونډې مشري پروفیسر اباسین یوسفزي وکړه او د بېلابېلو سیمو شاعرانو خپل شعرونه واورول. د موسیقۍ په برخه کې سندرغاړو راج مروت او اکرام ګدون د مشهورو شاعرانو کلامونه وړاندې کړل. د راشد خټک او عمران یونس ویډیو وګورئ.
د ګیانا هیواد په مرکز جارجټاون کې ترسره شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سر ۱۵۹ منډې وکړې.