Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2024

Новости за 27.06.2024

Mashaalradio.com 

مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کوي

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې وايي د سندرو پيل يې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له اسلام اباد څانګې څخه کړی دی. د دې په خبره، اول به يې اردو او سرايکي سندرې ويلې خو وروسته يې د ځينو پښتنو هنرمندانو په مشوره پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه. مينه ګل خوشاله ده چې پښتنو يې يوشمېر سندرې خوښې کړې دي. د نوموړې دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ نړیوال جام؛ "یوه لوبه د ټول ټورنمنټ د سیالیو د څرنګوالي څرګندونه نه شي کولای"

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ د جنوبي افریقا پر وړاندې د افغانستان د ماتې وروسته وویل، یوه لوبه د ټول ټورنمنټ د سیالیو د څرنګوالي څرګندونه نه شي کولای او دا پر افغان لوبډلې ویاړي. افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته وتلی و.

Mashaalradio.com 

د قبایلو زده کوونکي وايي اسلامیه پوهنتون ورته ځانګړې څوکۍ نه ورکوي

د پنجاب د بهاولپور په اسلامیه پوهنتون کې د قبایلي ضلعو زده کوونکي وايي چې انتظامیه ورته په سکالرشېپ یا وظیفې ځانګړې څوکۍ نه ورکوي. دوی مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون انتظامیه حکومتي امر نه عملي کوي. خو په پوهنتون کې د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کوونکو چارو مسوول دا دعوې ردوي او وايي چې هغه سکالرشېپونه د قبایلي سیمو د زده کوونکو نه بلکې د عملیاتو له وجې د بې کوره شویو لپاره ول. تفصیل په دې رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

پاکستان: د امریکا د استازو جرګې پرېکړه لیک د اسلام اباد او واشنګټن د تعلقاتو لپاره تعمیري نه دی

د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په لومړي ځل د شپې سفاري پیل شوې

په پاکستان په لومړي ځل د شپې سفاري پیل شوې چې د لاهور سفاري پارک په ژوبڼ کې ده. په دې سفاري کې سیلانیان نه یوازې زمریانو او نورو ځنګلي ژویو ته نږدې ورتلی شي، بلکې دوی ته خوراک هم ورکولی شي. سفاري یو ډول سفر وي چې د ځنګلي حیواناتو د نندارې لپاره ترسره کېږي. په دې سفر کې خلک په ځانګړو ګاډو کې ځي او حیوانات په خپل طبیعي چاپیریال کې ګوري. ویډیویي رپورټ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus