Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2024

Новости за 25.06.2024

Pa.azadiradio.com 

نیمه پایلوبې ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې رسېدل او د افغانانو نمانځنه

افغانستان د کرکټ په روان نړیوال جام سیالیو کې د بنګله‌دېش په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ووت. دې بریا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو واټونو راوتلو ته اړ ایستل او دوی په پراخه کچه دغه بریا ونمانځله. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې په وتلو خوشحالۍ

د کرکټ په روان نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نیمه پایلوبې ته ووت. له دې بریا سره جوخت د ننګرهار په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې افغانان سړکونو ته راووتل او په خوښیو یې دغه بریا ونمانځله.

Mashaalradio.com 

خوست کې زرګونه کسانو د کرکت نړيوال جام نيمه پايلوبې ته د افغانستان د وتلو جشن لمانځلی

د جون پر ۲۵مه د خوست زرګونه خلک د ښار لارو او کوڅو ته راوتلي ول او د کرکټ د روان ۲۰ اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته يې د افغانستان د رسېدو خوښي ولمانځل. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سېمي فاينل ته وځي. افغانستان به د جون پر ۲۷مه له جنوبي افريقا او هند به له انګلينډ سره نيمه پايلوبې کوي. په دې اړه نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

صوابي اېکشن کمېټۍ د جون له ۳۰ مې د بجلۍ بيلونو نه ورکولو اعلان کړی دی

په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا د بجلۍ له کمساري لوډشېډینګ سره مخامخ ده، صوابۍ اېکشن کمېټۍ د جون له ۳۰ مې د بجلۍ د بیلونو نه ورکولو اعلان کړی دی. ‌‌بلخوا صوبايي حکومت وايي چې د بیا بیا خواستونو باوجود مرکزي حکومت د ستونزې په هوارولو کې مرسته نه ورسره کوي.

Pa.azadiradio.com 

راشدخان: خوشحاله یم چې افغانستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه. د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشدخان وايي، خوشحاله دی چې افغان لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته. نور په ویډیو کې:

Mashaalradio.com 

راشد خان: افغان لوبغاړو د بريا په باور لوبه کوله

د افغانستان د ۲۰ اووره کرکټ د ملي لوبډلې مشر راشد خان وايي له بنګلادېش سره یې سیالي سخته وه خو افغان لوبغاړو په دې باور لوبه کوله چې بریا به د دوی په برخه وي. نوموړي له سیالۍ وروسته رسینو ته په وینا کې وویل چې په هغې سیالۍ کې څو واره داسې موقعې راغلې چې د کتونکو په اند دوی د بايللو خوا ته روان ول، خو د هغه په وينا بیا هم د ټولو افغان لوبغاړو په همکارۍ او همت دغه بايلل په بریا بدل شول. د جون پر ۲۵مه افغانستان بنګلادېش ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ز کال د ۲۰ اووره نړيوال جام نيمه پايلوبې يا سېمي فاینل ته ووت. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوېټزرلینډ کې د هوسیو بچیو ژغورلو لپاره ډرون کارېږي

په سوېټزرلینډ (سوېس) کې یو خیریه بنسټ د هوسیو د بچیو ژغورلو لپاره بې پیلوټه الوتکه یا ډرون کاروي. په هغه هېواد کې هوسۍ ازادې ګرځي او په پټیو کې بچي زېږوي چې اکثر د فصل رېبلو یا لوونو پر مهال تر ټرېکټر لاندې کېږي او وژل کېږي. خیریه بنسټ وايي چې په هغو پېښو کې هر کال د هوسیو شاوخوا ۲،۰۰۰ بچي وژل کېږي. همدا لامل دی چې هغه بنسټ په پټیو کې د هوسیو د بچیو لیدو او ژغورلو لپاره ډرون کاروي. کروندګر وايي د هوسیو بچیو په مرګ دردېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.





Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus