د بر سهیلي وزیرستان شوال ضلعې اوسېدونکیو په خپله سیمه کې د انټرنېټ، تعلیم، صحت او نورو سهولتونو لپاره احتجاج او پرلت کړی دی. دوی وايي، په سیمه کې یې امنیت ښه دی خو سهولتونه نه لري. بل پلو، د ډېره اسماعیل خان ډویژن مرستیال کمېشنر ظفرالاسلام خټک مشال راډیو ته ویلي چې د شوال سیمې د خلکو د مسلو د هواري لپاره به اقدامات کوي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې:
ملګري ملتونه په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کوي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي به ورځي.
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او قومي مخورو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ ۲۵ کلنه دښمني ختمه او په دوستۍ بدله شوه. د جرګې ګډونوالو وویل، چې دواړه خواوې سره تره زامن دي او تر منځ یې د ځمکې پر سر د جګړې له کبله دښمني رامنځته شوې وه. د روغې جوړې په پار جوړه شوې ناسته کې قومي مخورو له خلکو وغوښتل، چې په دې سیمه کې د ټولو بدیو او دښمنیو د ختمولو لپاره دې یو بل ته لاس ورکړي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.
د سيند د کورنيو چارو وزارات د پولیسو مشر اې جي او نورو امنتي ادارو ته د جون پز ۶مه يو ليک استولی دی چې په سيند کې د ديني مدرسو بشپړه معلومات راغونډ کړي.
په کابل کې هره جمعه خلک د سایرې یا کنرې په نوم د مرغانو د سیالۍ کتو لپاره ورځي. د هغو مرغیو مالکان وايي چې دا یو ډول د سندرو سیالي وي چې پکې خلک د سایرو له خوندورو غږونو څخه خوند اخلي. افغانان وايي چې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د تفرېح موقعې کمې شوي دي خو په خلکو کې د مرغانو ساتلو شوق زیات شوی دی. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.