Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2024

Новости за 19.06.2024

Mashaalradio.com 

د چین یوغور مسلمانانو اختریزه مېله کړې ده

یوغور مسلمانانو د جون پر ۱۷مه د چین د شېنجیانګ (سېنکیانګ) ولایت په ګلجا سیمه کې د لوی اختر کلنۍ مېله کړې چې هغوی ورته د "قربان جشن" وايي. په هغه مېله کې یوغوریان فرهنګي نڅا کوي او فولکلوري سندرې وايي. په چین کې مېشت یوغور مسلمانان له خپلې عقیدې او دودونو سره سم په بشپړه ازادۍ ژوند نه شي کولای او د حکومت تر څار لاندې وي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

په خیبر کې خبریالانو د خپل ملګري د وژنې ضد احتجاج کړی دی

د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې ګڼو خبریالانو او فعالانو د خپل یو ملګري د وژنې ضد مظاهره کړې ده. د جون ۱۹مې احتجاج ګډونوالو له حکومته د خلیل جبران اپرېدي په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو او د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کوله. د اپرېدي په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړ. پولیس وايي، اپرېدی د جون ۱۸مې پر ماخوستن په لواړګي کې د وسلوالو په برید کې ووژل شو او بل ملګری یې ژوبل شو. د خیبر نیوز ټېلېوېژن د هغه خبریال د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د یوه خبریال وژنه؛ "حکومت باید د خبریالانو ساتنې لپاره لا ډېره هڅه وکړي"

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې سلګونه کسانو د چهارشنبې په ورځ د جوزا ۳۰مه د وژل شوي خبریال خلیل اپریدي د جنازې او خارو ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ. تر دې دمه د وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د اپریدي کورنۍ وايي، دی ګواښل شوی و. ګډونوالو د خبریالانو د ساتنې لپاره د ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړې د کډوالو تر بیرغ لاندې په المپیک کې سیالي کوي

منیژه تلاش به سږ کال د پاریس په المپيک سیالیو کې د برېک‌ډانس برخه کې ګډون کوي، خو د افغانستان استازیتوب نه کوي. هغه د المپیک کډوالو لوبډله کې شامله شوې ده. په افغانستان کې طالبان اجازه نه‌ ورکوي څو ښځې سپورټي فعالیتونو کې برخه واخلي. د برېک‌ډانس رشته د لومړي ځل لپاره د المپیکي سیالیو برخه ګرځېدلې.

Mashaalradio.com 

ګلګت بلتستان کې د ورک شوي جاپاني غرختونکي مړی موندل شوی دی

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د قراقرم غره سپانټک څوکې ته د ختلو پر مهال له ورکو شویو دوو جاپانیانو څخه یې د یو مړی موندل شوی دی. چارواکي وايي، د سختې واورې ورېدو او خراب موسم له وجې یې د دویم غرختونکي په اړه معلومات ترلاسه نه کړای شول او د هغه د موندلو عملیات یې درولي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.




Mashaalradio.com 

یوه افغانه نڅاګره په اولمپېک سیالیو کې ګډون کوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز ۱،۰۰۰ ورځې پوره شوې دي، ۲۱ کلنه منیزه تالاش د برېکډانسېنګ په نوم د ځانګړې نڅا په سیالیو کې د ګډون تیاری کوي. د اولمپېک نړیوالې کمېټۍ په وروستیو کې هغه نڅا د یو ورزش په توګه وپېژنده او په لومړي ځل یې د پاریس په سیالیو کې شامله کړه. تالاش د ډېریو نورو افغانانو په څېر په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هېواده تللې او اوس په هسپانیا کې اوسي. هغه به پاریس کې په اولمپېک سیالیو کې د کډوالو په لوبډله کې شامله وي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus