وروسته له هغې چې د چک جمهوریت استخباراتو د روسیې پوځي جاسوسان په ۲۰۱۴ کال د مهماتو د یوه زېرمتون په چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړل او ۱۸ روسي ډیپلوتانیې د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې وایستل، مسکو په ورته اقدام کې د دې هېواد ۲۰ ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چکي ډیپلوماتانو تهیې ویلي چې د دوشنبې د ورځې تر پایه له روسیې ووځي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې په پام کې ده د اروپایي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان نن په غونډه کې په دې چاودنه... Читать дальше...
په جلالاباد ښار کې تېر ماښام په دوه جلا جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د ځایي سرچینو په وینا لومړنۍ پېښه د جلالاباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د چهل مترې سړک په سیمه کې پرون ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسلهوالو د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل. تقریباً هممهاله د جلالاباد ښار د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول. که څه هم امنیتي چارواکو منلې چې دغه پېښې رامنځته شوي او نور جزئیاتیې نهدي ورکړي، خو د ننګرهار د... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي د پولیسو او د یوې اسلامي ډلې د پلویانو ترمنځ په تازه نښتو کې د لږترلږه درې تنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې چې په دې هېواد کې یې پر فعالیت بندیز لګول شوی، پلویان له څو ورځو راهیسې مظاهرې کوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغو کاریکاتورونو په خاطر دې چې تېر کال په فرانسه کې خپاره شوي او هغه حضرت محمد ته سپکاوی بلل شوی، د فرانسې سفیر دې له دې هېواده وباسي. د لاهور ښار د پولیسو ویاند رانا عارف وویل، پرون یکشنبه د تحریک لبیک پلویانو په دې ښار کې د... Читать дальше...
د عراق امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې بغداد په شمال کې پر هغې هوایي اډې چې امریکایي پوځي ټېکهداران پهکې اوسي، پرون څو توغندي ویشتل شوي دي. چارواکو وویل، په دغو راکټي بریدونو کې د عراق د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان شوي دي. دا په عراق کې د هغو بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې په دې وروستیو اوونیو کې پر هغو تأسیساتو چې امریکایان ورڅخه ډېر کار اخلي، زیات شوي. د دغو بریدونو مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو امریکایي چارواکي په عراق کې د ایران ملاتړې ملېشې تورنوي چې د ځواکونو، په بغداد... Читать дальше...
واشنګټن خبرداری ورکړی چې که په زندان کې د کرملېن سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ ومري، نو ناوړه نتیجې به ولري. ناوالنۍ چې د ډوډۍ نهخوړولو اعتصاب کړی، د ډاکترانو یوې ډلې یې روغتیایي وضعیت خطرناک بللی دی. له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي. روسي چارواکو تر اوسه له دې ډډه کړې چې یوه خپلواک ډاکتر ته اجازه ورکړي چې ۴۴ کلن ناوالنۍ له نږدې معاینه کړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون یکشنبه له سياېناېن... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د امریکا متحده ایالات به له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په خپل وخت اقدام وکړي. بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې القاعده چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید کړی و، ډېره ځپل شوې او نور د دې وړتیا نهلري چې بیا ورته برید وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل، طالبان هم مسؤل دي... Читать дальше...
ګارډین له بريتانيا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې، په افغانستان کې د يو پخواني امريکايي سرتېري ليکنه خپره کړې چې وايي امريکا افغانستان پرېږدي، خو هغه کسان به چې هلتهيې کار کړی، افغانستان پرې نهږدي. کرايګ مولينې ليکي، هغه يو له هغه شا او خوا ۸۰۰ زرو پخوانيو امريکايي سرتېرو څخه دی چې د افغانستان په جګړه کې يې چې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې پيل شوې، دوراني مأموريت ترسره کړی. هغه ويلي لسګونو زرو نورو امريکايانو په استخباراتي، ډيپلوماتيکو او پراختيايي چارو کې په افغانستان کې دندې ترسره کړي. په لیکنه کې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه او ویېویل، اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال وضعیت نهدی او له دې هېواده د ترهګرۍ ګواښ نورو سیمو ته لېږدېدلی دی. بلېنکن دغه څرګندونې له اېبيسي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه وکړې او زیاتهیې کړه چې القاعده په دې هېواد کې ډېره ځپل شوې او هغه وړتیا نوره نهلري چې په ۲۰۰۱ کالیې درلوده چې له دې هېواده پر متحده ایالاتو برید وکړي. انتوني بلېنکن دغهراز وویل، متحده ایالات به بیا... Читать дальше...