هرات کې پرون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام درې پولیس د هرات ښار په ۱۱مه حوزه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ووژل. اخوا د یکشنبې په ماسپيښين موټرسایکل سپرو بریدګرو د تورغونډۍ په بازار کې دوه افغان سرتېري په ډزو وژلي دي. د هرات والي عبدالوحید قتالي دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې یو وسلهوال بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی. تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
په ارزګان کې تېر ماښام یوې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي. چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د ملکیانو په یوه (فېلډر) موټر شوې ده. د ترینکوټ د ولایتي روغتون رئیس امینالله توخي ازادي راډيو ته وویل له دې چاودنې څلور ټپیان او یو جسد روغتون ته انتقال شوي. د ارزګان والي نعمتالله بختیاري هم په دې اړه ازادي راډیو ته لنډ لومړني معلومات شریک کړي. ښاغلی بختیاري زیاتوي: "نسیم ساحې خوا ته ماین انفجار کړی دی. دوه کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یو قومي مشر چې د حاجي شاه محمد زوی دی او یو بل کس ته زیان اوښتی. Читать дальше...
د ازادو رزمي لوبو دوو افغان لوبغاړو عبدالسمېع فیضي او واحد نژند بېګا په مسکو کې خپل روسي سیالان مات کړل. د دوی لوبې د اې ام سي فایټ نایټ (AMC Fight Night) سازمان لهخوا ترسره شوې. سمېع فیضي په ۷۷ کیلو وزن کې خپل روسی سیال سرګي دینیسوف په درېیو رونډونو کې د نمرو په توپیر مات کړ. هغه تر بریا وروسته وویل: "قدرمنو هېوادوالو! خپله بریا د افغانستان ټول مظلوم ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د نژند صاحب (واحد نژند) د بریا مبارکي هم وایم. زموږ د بریا جشن ونیسئ. نن یوه پښتون او یوه تاجک فایټر د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کرونا له لاسه مړینې اوج ته رسېدلې دي. د ایران د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی په تېر یوه شپه او ورځ کې له ډسمبر راهیسې د مړینو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی. د روغتیا وزارت ویاندې سیما لاري تأیید کړه چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا وویل چې د مړینو د شمېر او د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالی په ایران کې د کرونا د انګلیسي بڼې د خپرېدو له امله دی چې د ده په خبره له عراقه ایران ته رسېدلی. ... Читать дальше...
په قرغزستان کې خلکو د ټولپوښتنې له لارې د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړه. په دې اساس دوی د اوسني ولسمشر سادیر جباروف د واکونو له پراخېدو سره خپله موافقه وښوده. د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان وکړ چې د رایو ۹۰ فیصده شمېرل شوي او ښيي چې ۷۹ فیصده رأی ورکوونکو د اساسي قانون له تعدیله ملاتړ کړی دی. د ټولپوښتنې د اعتبار لپاره د رایو په شرایطو د برابرو کسانو له ډلې باید لږترلږه ۳۰ فیصده خلکو رایه ورکړې وی. د ټاکنو کمېسیون ویلي د خلکو ګډون ۳۵ فیصده و. د نوي اساسي قانون له مخې ولسمشر د دې... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ۱۵ نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکارانیې ګمارلي دي. دغه کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې دغه متخصصان به د همدې اپرېل میاشتې تر وروستیو پورې خپلې دندې پيل کړي. ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ژمنه په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي مشر عبدالله الدرداري ورته کړې ده. معلومه نهده چې ټاکنو کمېسیون کې اوس دغه ګمارنې په څه هدف کېږي، خو د نړیوالو لهخوا په یوې نوې طرحه کې د افغانستان لپاره د انتقالي ادارې وړاندیز شوی دی. دغې طرحه کې راغلي چې همدا انتقالي اداره به ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.
د سولې لپاره پر لسګونه طرحو اته ورځني کار د ملي مصالحې عالي شورا ته داسې یوه طرحه په لاس ورکړې چې سمدستي اوربند، انتقالي اداره او د ارزښتونو خوندي ساتلیې اساسي برخې جوړوي. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله یکشنبه په خپل ټویټر لیکلي چې ده ته طرحه ورسپارل شوې او دی د ټولو د هڅو ستاینه کوي. هغه زیاته کړه چې تمه کېږي ژر د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري د سولې لیکل شوې طرحه د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې تأیید ته وړاندې شي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له ازادي... Читать дальше...
په کال ۱۹۸۸ کې بیا عبدالاحد مومند د لومړنۍ افغان په توګه فضاه ته لاړ او له هغه يې ځایه يې د افغانستان عکاسي وکړه. د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګسټ نهه ویشتمه نېټه او د سهار نږدې څلورنیمې بجې وې چې د قزاقستان له بایکانورفضايي اډې نه یوې بېړۍ د فضا پر لور حرکت وکړ. په دې فضايي بېړۍ کې لومړنۍ افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند سپور و اوغوښتل یې په فضا کې د روسیې له فضايي تمځای میرسره یوځای شي او هلته له دوو نورو ستور مزلو سره په خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پیل وکړي. ښاغلي مومند ویلي و چې فضا ته سفر یې... Читать дальше...