Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 27.12.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

نن پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نهه دېرش کاله پوره شول. په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو خونړی کمپاین نن پای ته ورسېد. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي

پاکستاني چارواکي وايي چې د هغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي.  دا پرېکړه په پاکستان کې له مالي تورم او د پيسو سپینېدو له مسئلې سره په تړاو شوې ده. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چودري نن، پنجشنبه د ډسمبر۲۷مه وویل چې د فدرال پولیسو څېړونکي په‌دې باور دی چې اصف علي زرداري جعلي بانکي حسابونه درلودل. اصف علي زرداري د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی. د هغه پرضد د دوسیې پر برابرولو کار پېل شوی دی.  پر اصف علي زرداري له پاکستانه د وتلو ممنوعیت نن ولګېد چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انجنیر زهره مطهر د پکتیا د والي مرستیاله وټاکل شوه

انجنیر زهره مطهر د پکتیا ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وپېژندل شوه. نن د مرغومې په شپږمه نېټه د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي له‌خوا د یاد ولایت د دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او د مدني بنسټونو مشرانو ته په ځانګړو مراسمو کې چې د ولایت په مقام کې جوړ شوي و، انجنیر زهره مطهر د ولایت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې په توګه وروپېژندل شوه. نوموړې پخوا مدني فعاله وه او په یو شمېر دولتي پوستونو کې یې دندې ترسره کړي. اغلې مطهر په خپل معرفت غونډه کې وویل: "د... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د وزن پورته کولو د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول

د افغانستان د بدني روزنې ریاست له لوري د وزن پورته کولو د ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې دغو لوبغاړو په ازبکستان کې د وزن پورته کولو سیالیو کې د افغانستان لپاره ۲ د سرو زرو، ۲ د سپینو زرو او ۳ د بُرونزو مډالونه ګټلي وو. دغه سیالۍ د دسمبر له ۵ نېټې نه د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې په تاشکند کې ترسره شوي وو. د يادونې ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازېتوب لسو لوبغاړو ګډون کړی و.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا يو ځل بیا د ترکمنستان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه د جمعې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار په مراسل لوبغالي کې د ورځې په يوه نیمه بجه ترسره کېږي. دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دواړو لوبډلو د شدید باران په جریان کې لوبه وکړه چې په‌دغه لوبه کې ترکمنستان ۲ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه. ټاکل شوې افغانستان د دسمبر په ۲۸مه نېټه د ازبکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي، خو د ازبکستان ملي لوبډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام بامیان ته يوړل شو

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام له کابل وروسته د بامیانو تاریخي ولایت ته يوړل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې بامیانو ولایت ته د نړیوال جام وړلو په مناسبت ځانګړي پروګرامونه او نندارې په نظر کې نیول شوي دي. د ښاغلي هوتک په خبره، له بامیانو څخه به دغه جام هرات او له هغه ځایه به کندهار ولایت ته هم يوړل شي. د کرکت نړیوال جام تېره ورځ سهار مهال له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شو چې په هوايي ډګر کې له يو لړ مراسمو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ ته يوړل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په خبروفسک ښار کې چاودنې کې یو تن وژلی

د روسیې رسنۍ وايي چې د هغه هېواد په لېرې ختیځ کې د لاسي بم په چاودنه کې یو وګړی وژل شوی او درې تنه زخمیان شوي دي.  د خبروفسک ښار چارواکو ویلي چې مشکوک وګړي په یوه دفتر کې غلا کوله او لاسي بم چې ورسره و، انفجار کړی دی. په خپله مشکوک د پېښې په ځای کې وژل شوی او زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي. په زخمیانو کې دوه ښځې دي.

Pa.azadiradio.com 

د جدي میاشتې د ۶مې په اړه کابل ښاریان څه وایي؟

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایې د جدي میاشتې ۶مه د افغانستان لپاره توره ورځ وه. ۳۹ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه په یو وار د پخواني شوروي اتحاد څه باندې ۲۵ زره پوځيانو پر افغانستان یرغل وکړ. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

محمد حلیم فدايي د خوست نوی والي وټاکل شو

محمد حلیم فدايي د خوست نوی والي وټاکل شو. هغه د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس او د جمهور رئیس د فرمان له مخې د خوست والي ټاکل شوی دی. فدايي د لوګر او میدان وردګ ولایتونو د والي په توګه هم کار کړی دی. تر هغه مخکې، حکم خان حبیبي د خوست والي و.

Pa.azadiradio.com 

د فراه چارواکي: د وسله‌والو طالبانو ۲ لوی قوماندانان وژل شوي

په فراه کې امنیتي چارواکي وايي چې د وسله‌والو طالبانو دوه لوی قوماندانان وژل شوي دي. د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب نن د ډسمبر ۲۷مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د شینډنډ او خاک سفید ولسوالیو لپاره د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو مشران د بې‌بېلوټه الوتکو یا ډرون په حملو کې وژل شوي دي. محب وویل چې په یوه میاشت کې په ټوله فراه کې داسې ۵۰ حملې شوي چې ګڼ شمېر وسله‌وال په‌کې وژل شوي دي. وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ دانګام ولسوالۍ هم سختې ورځې تر شا پرېښودې

د کونړ دانګام ولسوالۍ د ډیورند په فرضي کرښه پرته ده، که څه هم چې اوس د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو د پاکستان پوځ توپچي بریدونه کوي، خو په‌کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتې کمې شوې دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus