Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 28.12.2018

Mashaalradio.com 

پاکستان: د احتساب روان بهیر ولس لپاره څه ګټې لري؟

ولس ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي، بې له دې چې د لوبې تماشه وکړي او له سیاستوالو یې کرکه نوره هم زیاته شي. د دې ګټه پوځي اسټبلمشنټ ته رسیږي ځکه چې هغوي د پاکستان په ۷۲ کلن تاریخ کې له نیمې زیات وخت په واک کې پاتې شوي دي. چې سیاستوال کمزوري شي هغو ته ګټه رسیږي

Mashaalradio.com 

د سوات عبدالله ته د شاه رخ او کاجل لیدل په زندان تمام شول

د خیبر پښتونخوا د سوات ۲۱ کلن ځوان عبدالله د هندي فلمونو د دوو نامتو ستورو شاه رخ خان او کاجل د ليدو لپاره هند ته تللی و. د خان او کاجل د ليدو ارمان يې پوره نه شو خو ۱۹میاشتې يې د هند په زندان کې تيرې کړې. نوموړی سوات ته ستون شوی خو بيا هم غواړي چې هند ته د هغوی ليدو ته ورشي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پوتین منعه شویو لاریونونو ته د ځوانانو د جلبوونکو د سزا قانون توشېح کړ

د روسيې ولسمشر يو قانون توشېح کړ چې له مخې يې هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي چې د محکمو د معلوماتو پر اساس منعه شويو اعتراضونو، لاريونونو او مظاهرو ته کشران راولي. دغه قانون چې نن د ولاديمير پوتين له خوا توشېح شو، وايي چې د هغو منعه شويو اعتراضونو چې تر ١٨ کلنۍ کم عمره کسان په کې برخه اخلي، تنظيموونکي به له ١٥ ورځني بند او شااوخوا ٧٢٠ ډالرو نقدي جريمې سره مخامخ شي. د ورته سرغړونو په تور ځينو تنظيموونکو ته تر دې لا درنه مالي جريمه ټاکل شوې ده. په وروستيو کلونو کې په روسيه کې زرګونه کم عمره ځوانانو په دولت ضد مظاهرو کې برخه اخيستې ده.

Mashaalradio.com 

له سندرغاړي لطیف ننګرهاري سره مرکه

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی لطیف ننګرهاری وايي د سندرو ويلو له کبله يې د کورنيوو غړو وهل هم ورکړي خو د هغه په وینا اوس چې مشهور شوی نو کورنۍ يې خوشاله ده. له نوموړي سره اسحق خان اميري مرکه کړې. د دې مرکې په لومړۍ برخه کې يې د ژوند او کار په اړه وينئ او اورئ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې افغان کومانډو او بهرنیو ځواکو عملیات پیل کړي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې افغان کومانډو او بهرنیو ځواکو د وسله والو طالبانو پرضد تازه پوځي عملیات پیل کړي دي. د امنیې قوماندانۍ سرپرست سردار محمد حیاء نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات نن سهار د ترینکوټ په مربوطاتو کې پيل شوي دي. ده وویل: "دا کومانډويي پوځي عمليات دي چې جزيات به يې وروسته په ډاګه کړو، دغه عمليات سهار وختي پيل شوي دي." ښاغلى حياء وايي، په دغو عملیاتو کې چې د قاطع ملاتړ ماموريت ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي، د تلفاتو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

'قبايلي سيمو کې به د ۲۰۱۹م له جون مخکې انتخابات کېږي'

د پاکستان وفاقي کابینې د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې مخکې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو او په شمالي وزیرستان کې ژر د موبایل ټليفون اسانتيا بحالولو پرېکړه کړې ده.




Pa.azadiradio.com 

سلیم: د جدې غونډه به له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي

د سولې عالي شورا تمه وښوده چې په جده کې پلان شوې غونډه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره زمينه برابره کړي. په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان، امريکا، پاکستان او طالبانو استازي په جده ښار کې سره جرګه شي. د سولې د عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "هيله مند يوو چې دغه غونډه چې د مخکنۍ غونډې په دوام کېږي، ځيني پرمختګونه ولري، ځکه طالبانو هم ژمنه کړې وه چې پر ناحل شويو مواردو به له خپل مشرتابه سره خبرې کوي، د هغوى هدايت به... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې(د سولې سندرې) په نوم غزلیز ماښام جوړ شو

(د سولې سندرې) پروګرام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معینیت په نوښت د خوست د فرهنګیانو، شاعرانو او هنرمندانو په ګډون جوړ شوی وو، فن کارانو او هنرمندانو په کې د سولې سندرې وویلې او ګډونوالو يې د لاسونو په پړقا ملګرتیا او بدرګه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

رسولي: د افغانستان د فوټبال فډراسيون ۵ غړي ممنوع الخروج اعلان شوي

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د افغانستان د فوټبال فډراسيون پنځه غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي. چارواکي وايي، په دغو کسانو کې د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم هم شامل دى. په وروستيو کې د فوټبال د نجونو د ټيم ځينو غړو د فوټبال فدراسيون څو مسؤلان په جنسي ځورونه تورن کړي دي. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، د دوى يوې کمېټې په دې اړه څېړنې کړي دي: دی وایي: "د فوټبال فډراسيون د رئيس په شمول د دغه فدراسيون څلور مسؤلان ممنوع الخروج اعلان شوي، يو هم د فوټبال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ٤٦ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د دولت ٤٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا تقريباً سل ځانګړي عمليات او ٩ هوايي بريدونه په بېلابېلو ولايتونو کې شوي چې له کبله يې ٣٣ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي. دفاع وزارت وايي، د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو ٧ مورچلونه، ٢ موټرسايکلونه او ٣١ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې د دې اعلاميې په اړه څه نه ويلي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې چاودنې درې تنه مړه کړي

د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو د سکرو په يوه کان کې د ګازو چاودنې درې کان کيندونکي مړه کړي دي. دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې شوې ده. محلي چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځېدنې له کبله مړه شوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټنې وروسته يې مړي وموندل شول. ويل شوي چې درې واړه مړه شوي کان کيندونکي افغانان دي. په سپټمبر مياشت کې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان د چت د نړېدو له کبله ٩ کان کيندونکي مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي وو.  په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: له اوکراینه د کریمیا د جلاکېدونکو موانعو چارې بشپړې شوي

د روسيې چارواکي وايي، د هغو موانعو جوړول يې بشپړ کړي چې کريميا ټاپووزمه له اوکراينه جلا کوي. مسکو له اوکراينه دغه سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې لاندې کړه. په کريميا کې د امنيتي خدماتو د فډرال ادارې د سرحدونو څانګې نن جمعه وويل، د دغو موانعو يا د انجنيرۍ او تخنيکي کمپلکسونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي. دغې ادارې په هغه اعلاميه کې چې د روسيې خبري اژانسونو خپره کړې، ويلي چې د ٦٠ کيلومترو په اوږدوالي دغه موانع په سېنسرونو او امنيتي کېمرو سمبال شوي دي. د دغو موانعو د جوړولو پېشنهاد په ٢٠١٥ میلادي کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو په مخ تړل شوې

د کندز د خان اباد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ اړوند د چهار سری په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو برېد پیل کړی چې له کبله یې د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دمګړۍ په سیمه کې درنه جګړه روانه ده او سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د شاتګ په حال کې دي، ښايي ژر دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه شي. د کندز – تخار لویه لاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی پوځي ریچارډ اورټون ومړ

د دوهمې نړیوالې جګړې هغه امریکايي سرتېری چې باور کېده د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی سړی به وي، د ۱۱۲ کلونو په عمر مړ شو. دا خبره د نوموړې کورنۍ کړې ده. د رسمي اسنادو پر بنسټ، ریچارډ اورټون چې د تکزاس ایالت په په اوسټین ښار کې د پنجشنبې په ورځ مړ شو، د امریکا تر ټولو زوړ پخوانی پوځي و چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه لرله. ریچارډ اورټون په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږېدلی و او په ۱۹۴۲ میلادي کال کې له هغې اووه میاشتې وروسته چې جاپان په پرل هاربر برید وکړ، عسکرۍ ته ولاړ او د امریکا د هوايي انجنيرۍ په ځواک کې یې خدمت وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ملګرو ملتونو د بنګله دېش په اړه اندېښنه ښودلې

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو په بنګله دېش کې تر انتخاباتو د مخه وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د اپوزیسيون د ملاتړو او ژورنالېستانو د نیول کېدو او پرې د بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د صدراعظمې شیخ حسینه ملاتړو د پنحشنبې په ورځ د ډاکې په کوڅو کې لاریون وکړ، خو د نوموړې مخالفان شکایتونه کوي چې په دې هېواد کې به د ډېسمبر د ۳۰ مې نېټې انتخابات ازاد او عادلانه نه وي. حسینه چې په دې انتخاباتو کې یې د بریا ډېره تمه کېږي، پر اپوزیسون تور پورې کوي چې بمي چاودنې تنظیموي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سکاټ مېلر له قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې جنرال مېلر او جنرال باجوه په سیمه کې د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغانستان د روغې جوړې د پروسې په اړه خبرې وکړې. په بیان کې راغلي دي چې دواړو پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي. د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه جنرال مېلر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د دولتي بنسټونو د امنیتي پلان جوړول او عملي کول غوښتي

ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو او ماليې له وزارتونو غوښتي دي چې په کابل کې د وروستۍ ترورېستي برید په شان حملو د مخنیوي لپاره د ټولو دولتي تاسیساتو او بنسټونو د امنیت لپاره واضح پلان جوړ او عملي کړي. د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر غني دا غوښتنه پرون د کابینې په غونډه کې وکړه. ولسمشر غني ویلي، سره له دې چې طالبانو د کابل په وروستۍ حمله کې لاس لرل رد کړي، خو دا ډله مسؤله ګڼل کېږي. په کابل کې پر فواید عامې وزارت او له معلولینو او د شهیدنو د کورنیو د ملاتړ پر ادارې د وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې درې ورځنی اعتصاب پیل کړ

په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې د ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي پر ضد د مظاهرو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اعتراض کې درې ورځنی اعتصاب پیل کړی دی. د سوډان حکومتي چارواکو تأیید کړې ده چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې د دوه سرتېرو په ګډون، ۱۹ کسان وژل شوي دي. په سوډان کې د وچې ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي په اعتراض کې د روانې ډيسمبر میاشتې له ۱۹ نېټې مظاهرې شوي دي. په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشل ویلي دي چې د د امنیتي ځواکونو له خوا ۳۷ مظاهره چیان وژل شوي دي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus