Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 30.12.2018

Mashaalradio.com 

اروپا ته په لار شېر عالم اپریدی چا وواژه؟

د خیبر د باړې ۲۶ کلن شېر عالم اپریدی شاوخوا دوه کاله مخکې له کوره ووت او په ناقانونه توګه اروپه ته روان شو. کورنۍ یې وايي، د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې هغه ایران کې وو چې ورسره یې رابطه پرې شوه. کورنۍ یې د اپریدي لټون پیل کړ او وروسته ورمعلومه شوه چې نوموړی په ایران کې وژل شوی. دوی وايي، ځوانان دې له انساني قاچاقبرانو او اېجنټانو ځان وساتي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

ترکیې ۱۰۹ کډوال چې یونان ته په غیر قانوني لارې تلل، راګرځولي

د ترکیې چارواکي وایي، ۱۰۹ کډوال یې چې هڅه یې کوله له غیر قانوني لارې یونان ته ولاړ شي، له لارې راګرځولي دي. د ترکیې د انادولو دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو له دغو کډوالو سره درې قاچاق وړونکي هم نیولي دي. دغه کډوال د ترکیې د لوېدیځ ازمیر ولایت په اورالا سیمه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نېږدې پرته ده، نیول شوي دي. د دغو کډوالو د هویت په اړه چې د کومو هېوادونو اتباع دي، چارواکو څه نه دي ویلي، خو د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې د سوریایانو، افغانانو او عراقیانو په ګډون، شااوخوا درې نیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی. پوتین دغه وړاندیز په هغه لیک کې کړی چې د نوي کال په مناسبت یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استولی دی. په دغه لیک کې چې جزیات یې کرملین نن په ډاګه کړي، پوتین په دې ټینګار کړی چې د متحدو ایالتونو او روسیې اړیکې د نړیوال امنیت او ستراتیژیک ثبات لپاره تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین تأیید کړې چې مسکو دې ته تیار دی چې له واشنګټن سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي. د سوریې او د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي مرکزونه وتړل شول

په بنګله دېش کې د پارلماني انتخاباتو د رأیي ورکولو مرکزونه وتړل شول. د بنګله دېش پارلمان درې نیم سوه څوکۍ لري چې پنځوس یې د ښځو لپاره ځانګړې شوي دي. ننني انتخابات چې په غالب ګومان د بنګله دېش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به یې وګټي او د درېیم ځل لپاره به په واک کې پاتې شي، د پارلمان د ۳۰۰ سیټونو لپاره ترسره کېږي. د رأیې ورکولو له بهیر سره د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي. د شیخ حسینه د عوامي لیګ واکمن ګوند او د اپوزیسیون ملاتړو ترمنځ په شخړو کې پولیسو د لږترلږه لسو کسانو د وژل کېدو او شااوخوا شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: لس ولایتونو کې ۵۹ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر سیمو کې د وروستیو عملیاتو په نتیجه کې د دولت وسله والو مخالفانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. د دفاع وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، پکتیکا، خوست، غزني، دایکنډي، هرات، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند کې شوي، ۵۹ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي. د خبرپاڼې له مخې په دې موده کې ۱۱ ګډ تصفویوي عملیات شوي. د ځانګړو کوماندو ځواکونو له‌خوا ۹۹ او هوایي ځواکونو هم د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ ۵۱ ماموریتونه ترسره کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا مشر له جنوبي کوریا سره د خبرو کولو غوښتونکی شو

د شمالي کوریا مشر په نوي کال کې له جنوبي کوریا سره د نورو خبرو کولو غوښتونکې شو. دغه غوښتنه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن ته په یوه استولي لیک کې کړې ده. کېم په دغه لیک کې دغه راز په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې ویې نه‌شو کړای له پلان سره سم د جنوبي کوریا له پلازمېنې څخه کتنه وکړي. سیول هیله ښودلې وه چې دغه سفر د روان کال په پای کې وشي. د کېم د دغه لیک جزئیات د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر نن افشا کړي دي. کېم او مون په روان میلادي کال کې درې ځلي سره کتلي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ترکیې او روسیې په سیمه کې پر ګډې هماهنګۍ موافقه وکړه. سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون په مسکو کې له ترکي چارواکو سره له کتنې وروسته وکړې. لاوروف خبریالانو ته وویل چې دې ته په پام سره چې له سوریي امریکایي ځواکونه ووځي په سیمه کې نوي وضعیت ته مو ډېر پام واړاوه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خبرو وروسته وویل چې د انقره او مسکو ګډ هدف دا دی چې سوریه له ټولو ترهګرو ډلو پاکه کړو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سایبریا کې یوه هلیکوپټره غورځېدلې ۴ تنه یې وژلي

د روسیې په سایبریا کې د یوې هلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه نن د سایبریا د بوریاتا د سیمې اولان اودې ښار ته نژدې شوې ده. تراوسه نه‌ده معلومه چې دا یوه ملکي او که پوځي هلیکوپټره وه. په سایبریا کې په مخکینیو دا ډول خونړیو پېښو کې ډېرې مې ۸ هلیکوپټرې ښکېلې وې چې ویل کېږي سمې نه ساتل کېږي او نه هم د خوندیتوب مقرراتو ته یې پاملرنه کېږي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus