Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 24.12.2018

Mashaalradio.com 

کابل بريد: ۲۹ کسان وژل شوي دي

د افغانستان کورنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ نني بريد کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.

Mashaalradio.com 

چین دې د افغانستان په سوله کې رول ولوبوي: حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د چین او پاکستان په دوستۍ خوشاله دی خو غواړي چې بیجنګ نه یوازې د کابل و اسلام اباد د اړیکو په ښه کولو کې رول ولوبوي بلکې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هم کار وکړي. دا خبره نوموړي د چین له یوه ټېلېوېژن سره په مرکه کې کړې چې رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۲۴مه خپره کړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

پيپلز ګوند پر اصف علي زرداري لګېدلي تورونه رد کړل

د پاکستان اپوزېشن ګوند، پيپلز پارټۍ سپريم کورټ ته د تحقيقاتي ډلې يا جی، آی، ټي هغه رپورټ پر تعصب ولاړ بللی چې پکې د دې ګوند پر شريک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د تورو پېسو مينځلو يا مني لانډرينګ تور پورې شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو د نړۍ مهم خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه په کابل کې له چارواکو سره وغږیده او د پاکستان پخوانی صدراعظم په اووه کاله بند محکوم شو، د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې د یو شمیر نورو مهمو خبرونو ترڅنګ دا وګورئ چې کرسمس د عیسي ع د زوکړې په ښار کې څرنګه لمانځل کیږي.

Pa.azadiradio.com 

د میانمار محکمې د روېټرز د دوو خبریالانو د استېناف دلایل واورېدل

د میانمار یا پخوانۍ برما یوې محکمې د روېټرز خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استېناف د غوښتنې په اړه نن په غونډه کې د دواړو لورو دلایل واورېدل چې د امنیتي عملیاتو په جریان کې د محرمو اسنادو د ترلاسه کولو په تور هر یو په اوو کلونو بند محکوم شوی دی. ۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سو یو د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډيسمبر کې ونیول شول او روان کال په سپټمبر کې د دولتي محرمو اسنادو د لاس ته راوړلو په تور ورته دغه سزا ورکړل شوه. د دغې قضیې پر سر ډیپلوماتانو او د بشري حقونو مدافعانو سخت انتقادونه کړي دي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره وکتل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ کابل ته په یو ورځني سفر راغلی او د افغان لوړ پوړو چارواکو سره يې وکتل. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښاغلي قریشي ژمنه وکړه چې هېواد به يې د افغان د سولې په برخه کې خپلې وروستۍ هلې ځلې وکړي. ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي




Mashaalradio.com 

په کابل کې بمي چاودنې شوي

د کابل د پولیسو یوه مشر محمد سالم احساس مشال راډيو ته وویل، د ډېسېمبر ۲۴مې شاوخوا درې بجې وسله والو له وزارت سره چاودنې وکړې

Pa.azadiradio.com 

مېلر: تر اوسه مو د امریکایي ځواکونو د وتلو امر نه دی تر لاسه کړی

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي، تر اوسه یې له دې هېواده د یو شمېر امریکایي ځواکونو د وتلو امر نه دی تر لاسه کړی. امریکایي جنرال سکاټ مېلر چې پرون یې د ننګرهار له والي سره په کتنه کې څرګندونې کولې، پر دې ټینګار وکړ چې که د ځواکونو د وتلو امر تر لاسه کړي، هم دوی بیا هم کولای شي چې په دې هېواد کې په موجوده نړیوالو ځواکونو خپل ماموریت مخ ته یوسي. څو ورځې مخکې رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له افغانستانه د امریکايي ۱۴ زره سرتېرو نیمایي اووه زره به یې له دې هېواده وباسي.

Pa.azadiradio.com 

نواز شریف په ۷ کاله بند محکوم شو

د پاکستان د فساد ضد محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د خپلو عوایدو د سرچینو د پټ ساتلو په خاطر په اوو کلونو بند محکوم کړ. په اسلام اباد کې محکمې نن دغه حکم د هغه پرضد د فساد د تورونو په دوو مواردو کې اعلان کړ. هغه ته له دوهم توره برأت ورکړل شو. شریف پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی. تر دې مخکې په جولای میاشت کې نوموړی په لندن کې د عصري اپارتمانونو د پیرلو په خاطر په لسو کلونو بند محکوم شوی و. هغه د دغه حکم په اړه د استېناف غوښتنه کړې وه او په سپټمبر کې په ضمانت له بنده خوشې شوی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني په ده‌یک کې ۷ ملکي وګړي ووژل شول

د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې اووه ملکي وګړي د سړک د غاړې بم چاودنه کې ووژل شول. د غزني د والي ویاند عارف نوري د دې پېښې په اړه نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ سیمه کې شوې ده. هغه وویل، یوه موټر چې د پکتیکا اوسیدونکي پکې سپاره وو، د وسله والو طالبانو پر یوه ښخ شوي ماین برابر شوی و چې د چاودنې په نتیجه کې یې اووه تنه سپرلۍ په شهادت رسیدلي چې ټول نارینه او ملکیان دي.  د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پیښې په اړه څیړنه کوي.

Pa.azadiradio.com 

له ولسي جرګې څخه دوه وزیرانو د باور رأیه ترلاسه کړه

د افغانستان د عدلیې او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرانو نن له ولسي جرګې د باور رأیه ترلاسه کړه. سلامت عظیمي او عبدالبصیر انور ولسي جرګې د دې لپاره استیضاح کړي وو چې په وینا یې خپلې انکشافي بودجې یې کمې لږولي دي. تردې مخکې د تیرې شنبې په ورځ د فواید عامې وزیر د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې د باور رأیه خپله کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د غوري سمنټو کارکوونکو د سمنټو د پلور مخه نیولې

د غوري سمنټو دغه کارکوونکو که څه هم چې کاري اعتصاب نه‎دی کړی، خو وایي، کلونه کېږي چې مسوولین یې له معاشونو د تقاعد په نوم پیسې ګرځوي، اوس چې د حکومت له‎خوا دغه کمپنۍ سره د قراداد د ختمېدو ویل شوي کمپنۍ نه بېرته پیسې ورکوي او نه هم د تقاعد په اړه څه وايي ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډیټ: ابراهمی صافی

Pa.azadiradio.com 

د یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ ماشوم جوزجان کې د یخې هوا له امله ومړ

د فاریاب نه د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته د نا امنیو له امله یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ ماشوم د یخې هوا له امله ومړ. دغه بې‌ځایه شوي وایي که پر وخت ورسره مرسته ونه‌شي له نورو سختو ستونزو سره به هم مخ شي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار په همدې هکله راپور جوړ کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus