Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 05.12.2018

Pa.azadiradio.com 

مېلر: هېڅوک په پوځي ځواک په افغانستان کې نه بريالى کېږي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان په جګړه کې ښکېل يو لورى هم په پوځي ځواک سره نه بريالى کېږي. هغه په بروکسل کې د ازادۍ راډيو له خبريال مصطفى صديقي سره په مرکه کې دا خبره وکړه. په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو هم بحث وکړ.

Mashaalradio.com 

کوهاټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار غړي خوشې کړل شول

د پي ټی ایم دولس غړي پوليس د سړک تړلو او د احتجاج په تور هله ونیول کله چې دوی د کوهاټ زندان مخې ته په دره ادم خېل کې درې میاشتې وړاندې د ايف سي ار تر قانون لاندې د پي ټي اېم نيول شوي غړي ولایت اپرېدي لپاره پرلت اعلان کړ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

ناټو وايي، د افغانستان وضعيت ستونزمن دی خو نه به پريږدي دا هیواد یو ځل بیا د نړيوالو تروريستانو په خوندي ځای بدل شي. د یمن د حوثي ياغيان د مذاکراتو لپاره د سويډین پلازمينې سټاکهوم ته رسېدلي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ




Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی

د ناټو عمومي منشي نن په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی. ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې دا خبره وکړه. سټولټنبرګ زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې په‌دغه هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او نورو تاوتریخوالي شاهد وو، خو ویې ول چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. سټولټنبرګ وویل، طالبان باید پوه شي چې د جګړو دوام بې مانا دی او باید خبرو ته حاضر شي. د ناټو سرمنشۍ د سیمې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

زلمي خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سېشنبې او چارشنبې په ورځ له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره ليدلي دي. په دې اړه احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

ناټو د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وښود. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې وضعیت ستونزمن دی. هغه زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې افغانستان د بریدونو شاهد وو، خو دی وایي په افغانستان کې پاتې کېږي څو دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو لپاره په یوه امن پناه ځای بدل نه شي. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون کړی دی. دا په‌داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یمن د حکومت یو پلاوی سویډن ته ولاړ

د یمن د حکومت یو پلاوی چې د سعودي عربستان ملاتړ لري، له حوثي یاغیانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویډن ته ولاړ. د سولې دغه خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي. هغه ډله چې د عبدالربه منصور هادي استازیتوب کوي، له سعودي عربستانه د سویډن پر لور روان شو. تردې یوه ورځ دمخه سې شنبه د حوثي یاغیانو پلاوی هم سویډن ته ولاړ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ورسره ملګری وو. له ۲۰۱۶ میلادي کال راپه‌دې‌خوا دا د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي. د یمن د سولې خبرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې دمخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل. د ارګ له‌خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې په‌دې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی. د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي. مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي. ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د مشهورو لوبغاړو رونالډو او میسي ځای لوکا موډریچ ونیو

له لسو کلونو وروسته د فوټبال د مشهورو لوبغاړو کرسټین رونالډو او میسي ځای لوکا موډریچ ونیوه. له دې وړاندې د تېرو لسو کلونو راهیسې کله رونالډو او کله هم میسي د غوره لوبغاړو د جدول په سر کې راغلي، خو له دغه لس کلن ځنډ وروسته سږکال د غوره فوټبالر لقب لوکا موډریچ وګاټه. هغه تېره ورځ د ۲۰۱۸ میلادي کال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. ۳۳ کلن لوکا موډریچ د کروشیا دی او ویل کېږي چې د ده د ښې لوبې په خاطر سږ کال کروشیا د فوټبال د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېده. هغه د ریال ماډریډ په لوبډله کې هم لوبېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي

په کابل کې د فوټبال د اتلانو جام سیالۍ پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیالۍ سبا د پنجشنبې په ورځ د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیلېږي. په دغو سیالیو کې د اتو زونونو څخه تکړه سیمه‌ییزې لوبډلې ګډون کوي. دا سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې د میزان په میاشت کې د افغانستان فوټبال غوره‎لیګ سیالۍ تر سره شوې. د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه لیګ ترڅنګ د اتلانو جام سیالۍ به په افغانستان کې د فوټبال لوبې له ودې سره مرسته وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله هندوستان ته ځي

د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله د هندوستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره هندوستان ته ځي. د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د معلولینو لوبډلو تر منځ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له نهمې نېټې څخه پیلېږي او تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ په‌دې موده کې ۳ شل اوورېزې او دوه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره شي. کرکټ بورډ وايي، سیالۍ د هندوستان د ممبۍ په ښار کې د امریکا غږ اشنا راډيو په همکارۍ تر سره کېږي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus