Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 21.12.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو د نړۍ مهم خبرونه

افغان حکومت ویلي له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو وتل به په امنیتي وضعیت اغېز ونه کړي. د امریکا دفاع وزیر جیم متیس استعفی وکړه او په برازیل کې د پرتګالي ژبې تر ټولو لوی او ښایسته کتابتون جوړ شوی. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ناټو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له تبصرې ډډه کړې

ناټو تړون ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت په اړه خپاره شوي رپوټونه ور رسېدلي، خو په اړه یې له تبصرې ډده کړې ده. د ناټو یوې ویاندې اوانا لونګیسکو نن د ډسمبر ۲۱مه، د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په وروستیو څلورو کلونو کې امنیتي چارې به بشپړ ډول د افغانستان د اردو او پولیسو په لاس کې وي او قابلیتونه یې د زیاتېدو په حال کې دي. هغې ویلي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانې میاشتې په پېل کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د اوږدمهالي ثبات او سولې په ټینګولو کې همکاري کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چخانسوري: له افغانستانه د زیات شمېر امریکايي پوځیانو وتل به پر امنیت منفي اغېز ونه‌کړي

د افغانستان حکومت وايي چې له دې هېواده د زیات شمېر امریکايي پوځیانو وتل به پر امنیت منفي اغېز ونه‌کړي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن، د ډسمبر۲۱مه، پر ټوېټر لیکلي چې په وروستیو څلور نیمو کلونو کې د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې و او که زیات امریکایي عسکر ووځي، پر امنیت چندان اغېز نه‌شي کولای. اسوشیټېد پرېس خبري اژانس پرون وویل چې د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستانه د عسکرو د وتلو پر پلان خبرې کېږي او که  تأیید شي، تر راتلونکي اوړي به د امریکا د عسکرو نیمه برخه له افغانستانه وایستل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: جېمز مټېس به د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ کې تقاعد وکړي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټېس به د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ کې تقاعد وکړي. ټرمپ پرون، د ډسمبر۲۰مه، دا خبر پر ټوېټر خپور کړ. خو جېمز مټېس په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې نظرونو يې په بشپړ ډول د جمهور رئیس له نظر سره مطابقت نه درلود او په خپلو اساسي اختلافي مسايلو کې يې د روسیې او چین په اړه د پالیسیو یادونه کړې ده. جېمز مټېس د ډونالډ ټرمپ په اداره کې له داسې کسانو و چې اتکا ورباندې کېدلای شوای. د مټېس د استعفا د لیک متن پرون خپور شو.  د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون کې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو پر وتلو خبرې کېږي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو د وتلو پر وړاندیز خبرې کېږي. که دا پلان تأیید شي، تر راتلونکي اوړي به د امریکا د عسکرو نیمه برخه له افغانستانه وایستل شي. اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه د سپینې ماڼۍ ټینګار د امریکا د دفاع د وزیر د استعفا یو مهم دلیل و. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل چې د هغه دفاع وزیر جېمز مټېس به د راتلونکي کال په فبرورۍ کې تقاعد وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لندن د ګاتویک هوايي ډګر د پروازونو لپاره بیا پرانېستل شوی

د لندن د ګاتویک هوايي ډګر چارواکو نن د ډسمبر ۲۱مه اعلان وکړ چې دا هوايي ډګر د پروازونو لپاره بیا پرانېستل شوی دی. خو مسافرو ته ویل شوي چې د پروازونو د معطل کېدو او کنسل کېدو امکان باید په پام کې ونیسي. د دې هوايي ډګر د الوتکو د ځغاستې لار یا رنوې د ۲۴ ساعتونو لپاره تړلې وه. ګاتویک د بریتانیې له ډېرو مصروفو هوايي ډګرونو څخه دی. په‌داسې وخت کې چې د نړۍ ډېر خلک د کرسمس او نوي میلادي کال د رابرېدو لپاره ورځې شمېرې، د بریتانیې د دې لوي هوايي ډګر د بندېدو له امله ۱۱۵ زره مسافر په انتظار کې پاتې وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بيګون: د شمالي کوریا د اټمي وسلو د بندولو په اړه به موافقه وشي

د شمالي کوریا لپاره د امریکا استازي، سټېفن بيګون خوشبیني څرګنده کړې چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو د پروګرام د بندولو په اړه به موافقه وشي. سټیفن بیګون نن، د ډسمبر۲۱مه، د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د جنوبي کوریا له چارواکو سره ګوري. هغه ویلي چې واشنګټن او سیول غواړي چې د کوریاګانو په ټاپو وزمه کې دښمني پای ته ورسېږي او د دې سیمې ټولو خلکو ته نوې او روښانه راتلونکي جوړه شي. بیګن له جنوبي چارواکو سره تر کتنې مخکې وویل، کوم کار چې موږ یې دلته کوو، یوازې د امریکا او جنوبي کوریا د اړیکو لپاره نه بلکه د ټولې ټاپو وزمې لپاره دی. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

رپوټونه وايي ، ولسمشر ټرمپ له افغانستانه نیم عسکر باسي

امريکايي رسنيو ويلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې فکر کوي چې له افغانستانه نيمايي امریکايي ځواکونه وباسي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د خبرو اترو لړۍ تونده شوې ده. خو د امریکايي حکومت له خوا د دې پخلی لا ندی شوی.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې «لیو پونوماریوف» تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو

په روسیه کې د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع لیو پونوماریوف تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو. لیو پونوماریوف په روسیه کې د سیاسي او مدني فعالانو د نیول کېدو پر ضد د انټرنټ له لارې یو اعتراضي حرکت پېل کړی و. د مسکو په یوه توقیف ځای کې چارواکو نن د ډسمبر۲۱مه ، رسنیو ته د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړ. هغه په روسیه کې د بشري حقونو لپاره په نوم د یوې ادارې مشر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاستونو له پېژندل شویو مخالفانو دی. پونوماریوف د ډسمبر په پينځمه نېټه د روسیې یوې محکمې په مکرر ډول د غونډو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جېمز مټېس د ۲۰۱۹ میلادي کال په پېل کې له کاره وځي

د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس به چې پرون یې د استعفا خبر خپور شو، د ۲۰۱۹ میلادي کال په پېل کې له کاره وځي. جېمز مټيس په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې د هغه نظرونه په بشپړ ډول د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس له نظر سره مطابقت نه درلود او په اختلافي مسايلو کې د روسیې او چین په اړه د پالیسیو یادونه کړې ده. د جېمز مټیس خبرې په هغه لیک کې چې د ډسمبر په ۲۰مه یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استولی، لیکل شوي دي. ډونالډ ټرمپ پرون د هغه د استعفا خبر په ټوېټرکې خپور کړ او ویې ویل چې د ۲۰۱۹... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت په یوه کان کې د وژل شویو کارګرو شمېر ۱۳ته لوړ شو

د چک جمهوریت د سکرو د ډبرې په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شویو کارګرو شمېر ۱۳ ته لوړ شوی دی. د چک جمهوریت رسنیو نن د ډسمبر ۲۱مه، ویلي چې دا کان د دولتي کمپنۍ اوکد په لاس کې و. د رپوټونو پر اساس، چاودنه د چک جمهوریت د پلازمېنې په ۲۰۰ کیلومترۍ کې تر ځمکې اته سوه کیلومتره لاندې، د میتان ګاز چاودنه شوې ده. د چک دولتي شرکت اوکد په دې اړه خبرې نه دي کړې. په وژل شویو کسانو ۱۱ د پولنډ او ۲ د چک جمهوریت اتباع دي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي: په یوه کمین کې ۶ وسله‌وال وژل شوي

د غزني دولتي چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ته څېرمه یې په یو کمین کې وسله‌والو ته مرګ ژوبله اړولې. د غزني ولایت ویاند محمدعارف نوري د پنجشنبې په ورځ ماښام ازادي راډیو ته وویل، د غزني د مرکز اړوند کاریز بالا په سیمه کې د اوپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د پولیسو د چټک غبرګون قطعې په‌دې کمین کې شپږ وسله‌وال وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي. د ښاغلي نوري په وینا د وسله‌والو دوه جسدونه په سیمه کې پاتې دي او حکومتي ځواکونو ترې یوه اندازې وسلې او مهمات هم نیولي دي. بل لور ته وسله والو طالبان هم مني چې په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پروان چارواکي: د طالبانو نظامي مسؤل ملاقادر وژل شوی

د پروان امنیتي چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې د طالبانو نظامي مسؤل ملاقادر له درې نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی. د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دې طالب قوماندان تېره شپه یو موټر تښتولی او د تېښتې پر مهال له بلې وسله والې ډلې سره چې ګومان کېږي هغوی هم طالبان وو، په نښته اوښتی دی چې په نتیجه کې یې د ملاقادر له درې وسله والو سره وژل شوی دی او یو تن یې ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا دا نښته د جبل السراج ولسوالۍ په قادر خېلو کې رامنځ ته شوې. پولیس وايي، ملا قادر په پروان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په اړه پنټاګون پر یوه پلان کار کوي

پنټاګون په یو داسې پلان کار کوي چې که نهايي شي، په افغانستان کې د مېشتو ۱۴ زرو امریکايي سرتېرو نیمايي تر اوړي پورې له دې هېواده وایستل شي.  دا خبره د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو له خولې کړې. دې خبري اژانس ویلي، دا به په داسې حال چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هڅې روانې دي، د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې ناڅاپي بدلون وي.  اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، دا سرتېري تر اوړي پورې له افغانستانه وایستل شي، خو په اړه یې وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې پر څه باندې ۸۵۰۰ اړو کورنیو د مرستو ویش پیل شو

په خوست کې د سیمه‌ییزې ادارې په مرسته څه باندې ۸۵۰۰ اړو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ «UNHCR» له خوا د ژمنیو مرستو د ویش بهیر پرون پیل شو. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرام کې د وزیرستاني کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره دوه- دوه سوه ډالره نقدي مرسته کېږي: "د ولایتي ادارې له‌خوا د «UNHCR» او د کډوالو ریاست په چوکاټ کې زیان منوونکو کډوالو، راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو ۸۵۶۲ کورنیو ته به هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ورکړل شي." د... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus