Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 01.12.2018

Mashaalradio.com 

پر خادم حسېن رضوي د ترهګرۍ او بغاوت مقدمه درج شوه

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري خبري غونډې ته ویلي چې تر اوسه امنیتي ادارو په پنجاب، سیند او اسلام اباد کې د تحریک لبېک پاکستان ۳۱۶۴ غړي او پلویان نیولي دي. نوموړي وویل چې ټول نیول شوي کسان به عدالتونه ته وړاندې کېږي او له قانون سر سم به ورته سزا ورکول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

فرانسوي پولیسو په پاریس کې له اعتراض کوونکو سره نښتې کړي

نن فرانسوي پولیسو د فرانسې په پایتخت پاریس کې له معترضانو سره نښتې کړي دي. اعتراض کوونکو په دې هېواد کې د مالیاتو د زیاتېدو په وړاندې په اعتراضونو لاس پورې کړی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاسټنر پر خپل ټوېټر لیکلي چې شااوخوا یو نیم زر اعتراض کوونکې د الیزې ماڼې شااوخوا راټول شوي وو او له دوی څخه ۶۳ کسان دغلته له پولیسو سره د اخ او ډب په خاطر نیول شوي دي. پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخیست چې په ځواب کې یې معترضانو پر پولیسو د ماتو ګوډو ګوزارونه وکړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران خپله جوړه کړې یوه لویه جنګي بېړۍ فعاله کړه

ایران خپله جوړه کړې هغه لویه جنګي بېړۍ فعاله کړه چې د دې هېواد د دولتي رسنیو په وینا، له رادار څخه د پټېډو وړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ ترينګلتیا زیاته شوې ده. د ډیسمبر په لومړۍ نېټه په هغو مراسمو کې چې د ایران دولتي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرول، ایران دا جنګي بېړۍ په بندر عباس کې د ایران له سمندرې نظامې اډې سره یوځای شوه. دا اډه د هورموز د ستراتیژیک تنګي په خوله کې پرته ده. ایران په لومړي ځل په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په خپله جوړه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کوکنارو کښت حرام دی: دیني عالمان

په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په شل سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي، خو ولایتي اداره وايي چې په هره ولسوالۍ کې چې کوکنار وکرل شي، سيمه ییز چارواکي به يې له دنده ګوښه او هغه چا چې په خپلو ځمکو کوکنار وکرل، قانوني چلند به ورسره وشي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: له پرون راهیسې په عملیاتو کې ۵۸ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د جمعې د ورځې راهیسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۸ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي. دفاع وزارت نن سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي، په ترڅ کې یې د غزني ولایت د جاغوریو او اندړو په ولسوالیو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي. دفاع وزارت د هلمند ولایت د کجکي، مارجې، نهر سراج او نادعلي په ولسوالیو کې هم د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې. په خبرپاڼه کې همدارنګه د کاپیسا، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، کندهار،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له تخاره قاچاق کېدونکي نشه یي مواد او په تور یې ۲ تنه نیول شوي

څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد له تخار ولایته دباندې د قاچاق پر مهال ونیول شول. د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري رسنیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پوليسو یو کس هغه مهال ونیو چې لس کیلو ګرامه هیروئین یې په یوه موټر کې له تخار ولایته د باندې قاچاق کول. په دوهمه پېښه کې پولیسو د شرقي معبر په سیمه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کابل ته یې قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې دواړه تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان ته د لسو کیلو ګرامو نوشادرو د قاچاق مخه نیولې

د بدخشان ولایت پولیسو دې ولایت ته د لسو کیلو ګرامو نوشادرو د قاچاق مخه نیولې ده. د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع رسنیو ته وویل، یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې (۶۰۰) کیلو ګرامه نوشادر په یوه باروړونکي موټر کې له کندزه د بدخشان درایم ولسوالۍ ته قاچاق کړي. دغه ډول په ډې تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی. په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې قاچاق کوونکي له تخار او کندز ولایتونو بدخشان ته د نشه يي موادو د قاچاق پر مهال نیول کېږي.




Pa.azadiradio.com 

د نشه يي موادو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي

د نشه يي موادو د قاچاق د پنځو قضیو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا درې کسان تېره اوونۍ په کابل او خوست ولایتونو کې نیول شوي او له دوی سره نېږدې یو کیلو ګرام هیروئین، څه د پاسه یو ټن چرس، د نشې ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي. ښاغلی موحد زياتوي چې په دې یوه اوونۍ کې لس تورن کسان د دې مرکز په محکمو کې مجازات شوي دي. د یادونې وړ ده چې د دې مرکز ابتدائیه محکمې د روان شمسي کال د عقرب... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د جارج بش ژوند ته کتنه

د امريکا پخوانی ولسمشر جارج هاربرټ واکر بش د ۹۴ کلونو په عمر کې مړ شوی دی. د بش د کورنۍ وياند په يو بيان کې وايي چې نوموړی د نومبر پر ۳۰مه مړ شو. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پخواني ولسمشر باراک اوباما او د پخواني شوروي اتحاد پخواني مشر ميخايل ګورباچوف د جارج بش پر مړينه خفګان څرګند کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د نشه يي موادو ۱۱ زېرمې ویجاړې شوې

په پکتیا ولایت کې له نشه یي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د نشه يي موادو ۱۱ زېرمې ویجاړې کړې دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د امریکايي ځواکونو په همکارۍ د پکتیا ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو ۱۱ ذخیرې ویجاړې کړي دي. په دې ذخیرو کې څه د پاسه پنځه ټنه اومه چرس او (۲۵۸۰) کیلو ګرامه پاخه چرس، ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي او په دې تور پنځه تنه تورن کسان هم نیول شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د امريکا پخوانی ولسمشر جارج بش د ۹۴ کلونو په عمر کې مړ شو

لا هم په سمدستي توګه د نوموړي د مړينې د علت په اړه څه نه دې ويل شوي خو جارج اېچ ډبليو بش په ٢٠١٢ م کال کې اعلان کړى و چې د اندامونو د رېږد يا پارکينسون په ناروغۍ اخته دى. دا هغه صحي ستونزه ده چې د ناروغ شخص حرکات محدودېږي يا خپل حرکات نه شي کنټرولولاى.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس خرڅوونکي ونیول شول

په کابل ښار کې د نشه يي موادو څه د پاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د کشف مدیر میان احمد احمدي رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښاري حوزو د پولیسو په همکارۍ په څلورمه، پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو (۱۶) پرچون خرڅوونکي له نېږدې شل کیلو ګرامو نشه يي موادو سره نیولي دي. د یادونې وړ ده چې له دوی سره هیروئین، چرس، تاریاک او د نشې ګولۍ هم نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې درې تنه د مخدره موادو قاچاق کوونکي نیول شوی

په ننګرهار ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې د لويي لارې پولیسو دوه کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې (۱۲۶) کیلو ګرامه چرس په دوو موټرو کې روداتو او دور بابا ولسوالیو ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې په جلال اباد ښار کې یې اته ګرامه ټابلیټ (K) ګولۍ په پرچون ډول خرڅولې.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ باغ لرونکو له نارنجانو ۴۲ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی

د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د نارنجو باغ لرونکو د نارنجو د پلورلو له درکه ۴۲ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی. انجنیر انعام الله صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې په کونړ کې په روان لمریز کال کې په ۸۰۰ جریبه ځمکه د نارنجو باغونه جوړ شوي دي. دی وايي، د راتلونکي کال لپاره هم په دغو ولایت کې د نارنجو او دغه شان د مالټو او لېموګانو د باغونو د جوړولو لپاره پلانونه موجود دي. ښاغلی صافی وايي چې په کونړ کې د نارنجو او مالټو باغونو ښه نتيجه ورکړې ده.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus