د کونړ باغ لرونکو له نارنجانو ۴۲ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی
انجنیر انعام الله صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې په کونړ کې په روان لمریز کال کې په ۸۰۰ جریبه ځمکه د نارنجو باغونه جوړ شوي دي.
دی وايي، د راتلونکي کال لپاره هم په دغو ولایت کې د نارنجو او دغه شان د مالټو او لېموګانو د باغونو د جوړولو لپاره پلانونه موجود دي.
ښاغلی صافی وايي چې په کونړ کې د نارنجو او مالټو باغونو ښه نتيجه ورکړې ده.