دفاع وزارت: له پرون راهیسې په عملیاتو کې ۵۸ وسله وال وژل شوي
دفاع وزارت نن سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي، په ترڅ کې یې د غزني ولایت د جاغوریو او اندړو په ولسوالیو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي.
دفاع وزارت د هلمند ولایت د کجکي، مارجې، نهر سراج او نادعلي په ولسوالیو کې هم د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې.
په خبرپاڼه کې همدارنګه د کاپیسا، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، فاریاب، غور او نیمروز ولایتونو کې هم وسله والو ډلو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا شوې.
وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.