Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2018

Новости за 02.12.2018

Mashaalradio.com 

فردوس جمال وايي، تمثیل د هر چا د وس کار نه دی

فردوس جمال پښتون اداکار دی، نوم یې له پښتو زیات په اردو ډرامو کې ګټلی دی. دی یو له هغو ارټسټانو څخه دی چې پیدا شوي په پېښور کې دي خو د فن وږمې یې په نورو ښارونو کې خورې شوې دي.

Mashaalradio.com 

اڅکزی وايي ملګري ملتونه دې د افغانستان سولې هڅې وکړي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ولسمشر او په جګړه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې کښېني. نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۵م تلین غونډې ته وینا کوله چې پکې یې په پاکستان کې هم د پښتنو د مساوي حقونو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا مرستیال والي په عملیاتو کې د ۹ ملکي وګړو وژنه تأیید کړې

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن یکشنبه د هغو نهو کسانو مړي په ګردېز کې د ولایت د مقام مخې ته د احتجاج په توګه ایښي او لویه لار یې د نیم ساعت په مخ تړلې وه چې د دوی په وینا، تېره شپه په سیمه کې د دېره ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي چې دغه جسدونه یې له نېږدې لیدلي او د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره غږېدلی، تأیید کړې چې هغوی ملکي وګړي دي. اعتراض کوونکو وروسته له هغې چې د پکتیا مرستیال والي ورته ډاډ ورکړ چې د دغې پېښې په اړه به څېړنه کوي، خپل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کالاشیانو ښځو ځانګړې جامې او سینګارتوکي

د خیبر پښتونخوا په چترال کې په څلورو کلیو کې کالاشیان (کیلاشیان) اوسي. دوی د پاکستان تر ټولو وړوکی توکمیز او مذهبي لږکي بلل کېږي چې خپله ژبه، دودونه او جامې لري. د دوی ښځې په ځانګړي انداز خپلې جامې او سینګارتوکي جوړوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتنو سندریزه شپه

د ډېسېمبر د لومړۍ پر ماخوستن په اسلام اباد کې د پښتنو یوه کلتوري سازمان د بلوچستان پښتون مېشته سیمو د کلتور او موسیقۍ په اړه یوه غونډه جوړه کړه چې ورته ګڼ کسان ورغلي ول. د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه هنرمندانو د شپې تر ناوخته سندرې وویلې چې ورته ځوانانو اتڼونه وکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.




Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پولیسو د رشوت په تور د نتانیاهو د بیا محاکمې غوښتنه کړې

د اسرائیل پولیسو د رشوت په تور د صدراعظم بینامین نتانیاهو د بیا محاکمې غوښتنه کړې ده. دا په ورستیو میاشتو کې درېیم ځل دی چې د هغه پرضد ورته سپارښتنه کېږي. پولیسو له دې مخکې د فساد په دوو دوسیو کې له نتانیاهو څخه د تحقیقاتو سپارښته کړې وه. نتانیاهو په یوه بیان کې پرځان او پر مېرمنې یې لږول شوي تورونه سمدستي رد کړي دي. د اسرائیل صدراعظم په ټولو درې واړو دوسیو کې پر ده لګول شوي تورونه د سیاسي مخالفانو له خوا یوه دسیسه بللې ده.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: ولسمشر غني په قطعي ډول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي. دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر غواړي چې په را روانو انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، وکړې.  ده وویل: "په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ." له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

افغان چارواکي وايي چې د هلمند لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی. د هلمند والي جنرال محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل، ملا رحیم چې په ملا عبدالمنان مشهور و، په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی او په څلورو ملګرو کې یې دوه تنه ويندويان حافظ راشد او ملا جاويد او همداراز دوه ساتوونکي یې شامل وو. جنرال یاسین وايي، ملا عبدالرحیم د دې ترڅنګ د هېواد په کچه د وسله والو طالبانو د نظامي چارو مسؤل هم و. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Mashaalradio.com 

" صوبايي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان ۲ سیټونه کافي نه دي"

د سویلي وزیرستان خلک وايي، د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده چې په صوبايي اسمبلۍ کې یې دوی ته یواځې دوه سیټونه ورکړي دي. دوی وايي د دوی سیمه پراخه او ابادي زیاته ده نو د دوی زیات سیټونه جوړېږي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوې محکمې یوه خبریاله په څه کم ۱۳ کلونو بند محکومه کړه

د ایران یوې انقلابي محکمې یوه خبریاله د امنیت په تړاو په څه کم دیارلسو کلونو بند محکومه کړې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هنګامه شهیدي ته د ۱۲ کلونو او نهو میاشتو بند سزا ورکړل شوې او هم په سیاسي ډلو او رسنیو کې له فعالیت کولو او له هېواده وتلو منع کړای شوې ده. د هغې مدافع وکیل مصطفی ترک همداني د ایران ایرنا رسمي خبري آژانس ته ویلي چې د دغې قضیې د حساس والي له امله نه شي کولای د محکمې د فیصلې جزئیات بیان کړي. ۴۳ کلنه شهیدي د جون له میاشتې راهیسې زنداني ده. هغې په ۲۰۱۷ کال کې هم څومیاشتې په زندان کې تېر کړي و.

Pa.azadiradio.com 

د پاریس پولیس وایي په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي

د پاریس پولیس وایي، پر سونګ موادو د مالیې او د بیو د لوړېدو پرسر په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي او ۴۱۲ نور نیول شوي دي. پولیسو وویل، د شنبې د ورځې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۳ پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي. پولیسو دغه راز ویلي چې په پاریس کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې د نیول شوېو کسانو ۳۷۸ یې توقیف شوي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به نن له صدراعظم او د کورنيو چارو له وزیر سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړي. مکرون ویلي چې د ده د سونګ موادو پالیسۍ ته اړتیا ده، څو د ځمکې د تودېدو په وړاندې مبارزه وشي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پامپیو: ایران دې د بېلېسټېک توغندیو ازموینه ودروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایراني حکومت لخوا د منځني واټن د بېلېسټېک توغندي ازموینه غندلې ده. د دغه توغندي په اړه دا هم ویل کېږي چې له ځانه سره مختلفې وسلې هم لېږدولی شي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون

د کندهار د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډون‎وال د ځای او د دايمي بازار غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د دغه ولایت سرپرست والي وایي چې د دایمي بازار موندنې په تګ‌لاره کار کوي. ویډیو: صادق رښتینی اېډیټ: ابراهیم صافی


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus