په کمبودیا کې چارواکو له امریکا څخه د ترلاسه شوېو معلوماتو پر بنسټ ۳،۲ ټنه عاج یا د فیلانو غاښونه چې په یوه کانټینر کې ځای پرځای شوي وو، کشف او ضبط کړي دي.
چارواکو ویلي چې دا کانټینر له موزمبیق څخه کمبودیا ته استول شوی و.
د کمبودیا د ګمرک او مالیو یوه چارواکي سن چای نن فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دا نژدې ۱۰۲۶ عاجونه په یوه کانټینر کې د مرمر تېږو په مینځ کې په پټه ځای پرځای شوي وو او خاوند یې ظاهراً تښتیدلی دی.
د کمبودیا د ګمرک چارواکي وايي چې په پلازمېنه پنوم پن کې د امریکا سفارت د دې... Читать дальше...