چارواکي: په کندهار کې ۷ پولیس او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته په سرو څاهانو سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته حمله وکړه.
ده وویل:
"تېره شپه شااوخوا یوه بجه د سپین بولدک د سرو څاهانو په سیمه کې وسله والو مخالفینو د سرحدي پولیسو پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه چې جګړې تر نن سهار پورې دوام وکړ."
ښاغلي عزیزي وویل، په دې جګړه کې درې نور سرحدي پولیس هم ټپیان شوي دي او همداراز اووه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.