پاکستان اصف علي زرداري او ۱۷۱ نور کسان ممنوع الخروج اعلانوي
دا پرېکړه په پاکستان کې له مالي تورم او د پيسو سپینېدو له مسئلې سره په تړاو شوې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چودري نن، پنجشنبه د ډسمبر۲۷مه وویل چې د فدرال پولیسو څېړونکي پهدې باور دی چې اصف علي زرداري جعلي بانکي حسابونه درلودل.
اصف علي زرداري د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی. د هغه پرضد د دوسیې پر برابرولو کار پېل شوی دی.
پر اصف علي زرداري له پاکستانه د وتلو ممنوعیت نن ولګېد چې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظر بوټو د قتل ۱۱مه کلیزه ده.
د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه، بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ میلادي کال د ډسمبر په ۲۷مه نېټه ووژل شوه.