د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه د جمعې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار په مراسل لوبغالي کې د ورځې په يوه نیمه بجه ترسره کېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دواړو لوبډلو د شدید باران په جریان کې لوبه وکړه چې پهدغه لوبه کې ترکمنستان ۲ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه.
ټاکل شوې افغانستان د دسمبر په ۲۸مه نېټه د ازبکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي، خو د ازبکستان ملي لوبډلې رووزنکي نه غوښتل چې دغه لوبه د ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي او مینهوال هم میدان ته داخل نهشي، نو په همدې دلیل د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر له ازبکستان سره لوبه لغوه او د ترکمنستان په وړاندې د بېرته راتګ پړاوو د لوبې پرېکړه وکړه.