ټرمپ وویل، زياته کړه، د عملياتو پر مهال ابوبکرالبغدادي منډه کړه او کله چې د غار اخري سر ته ورسېد نو په ځان پورې تړلی بارودي واسکټ يې وچولو چې په نتیجه
د خیبر پښتونخوا په پېښور او نورو ضلعو کې هم د جمیعت علمای اسلام مشرانو او پلویانو د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت ضد او له کشمیریانو سره د یووالي په موخه لاریون وکړ. د جمیعت مخکښو مشرانو مشال راډیو ته وویل، تر احتجاجي لاریون مخکې یې یو ګوندي مشر مفتي کفایت الله نیول شوی. د اسلام اباد پولیس وايي، نوموړی یې نه دی نیولی، خو د مانسهرې انتظامي مشر په یو لیک کې پولیسو ته امر کړی وو چې د عامه امن زیانمنېدو مخنیوي لپاره مفتي کفایت الله ونیسي. د پېښور لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اکتوبر پر ۲۶مه په پېښور کې د راتلونکي حج د پالیسۍ جوړولو په موخه یوه مشورتي غونډه وشوه. د ګډونوال وايي، په غونډه کې د حاجیانو پر ستونزو هم بحث وشو. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې پر وخت د راتلونکي حج پالیسي اعلان کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
دا کډوال چې د افغانستان، شام او افریقايي هېوادونو د جنګونو لوجې يورپي هېوادونو ته تلل غواړي، د بوسنیا په دې پندغالو کې ایسار دي. هغوی وايي هیڅ ډول سهولتونه نلري او د یورپ نورو هېوادنو ته له ورتګه هم منع کړل شوي دي. تفصیل د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې چې منورشاه جوړه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات په مالم جبه کې د سیلانیانو لپاره یو نوی تفریحي پارک پرانېستی چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ورته خلک ورځې او له قدرتي ښایستونو خوندونه اخلي. په هم دې اړوند په مالم جبه کې د موسېقۍ یو محفل هم جوړ شوی وو چې پکې هنرمندانو د فن مظاهره وکړه. نیاز احمد خان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د جمیعت علما اسلام (ف) مشرانو او پلویانو، د اکتوبر پر ۲۷مه، د پاکستان د نورو برخو په څېر په صوابۍ کې هم د کشمیر د یووالي او د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې.یادې غونډې ته د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مرکزي نایب امیر مولانا فضل علي حقاني وینا وکړه. ځلاند یوسفزي په صوابۍ کې د جلسې او لاریون په اړه دغه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزه کوونکي وايي، د ساهیوال د پېښې فیصلې ته په کتو په پاکستان کې د قانون د حکمرانۍ حالت د اندېښنې وړ دی.
د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند یو مشر، يخوانی وزیر او پخوانی سېنېټر حافظ حمدالله وايي، د پاکستان د شناختي کارتونو ادارې [نادرا] د هغه هیواد د استخباراتي ادارې
د جمیعت یوه ویاند جلیل جان د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا پولیسو مفتي کفایت الله د اتوار (یکشنبې) پر سهار
د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د حکومت خلاف د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په مشرۍ کې مظاهرې پیل شوې دي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن په داسي حال کې يو مهم بيان جاري کوي چې د راپورونو ترمخه امريکايي ځواکونو د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په پټنځای عمليات کړي دي.