د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې د ايران او سعودي عرب د ترينګلتيا له منځه وړلو کې د سهولت کار رول لوبوي. نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د ايران د سفر پر مهال د هغه هېوادله ولسمشر سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال کړې ده.
په مصر کې یو معالج د وجود دردونه په اور رغوي. هغه نه یوازې بدن چاپي کوي بلکې ورته د اور ټکور ورکوي. عبدالرحیم سعید ته ورغلي ځینې کسان وايي، زړې ناروغۍ یې ښه شوې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې افغان سفير ويلي، د افغان مارکيټ د لانجې په تړاو به د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه له پاکستاني چارواکيو سره خبرې اترې کوي.
په ایران کې پر ۱۹۷۹ز د اسلامي انقلاب له وجې پر ښځو لوبغالي ته د ورتګ بندیز لګېدلی وو. ښځو له هغه وخت راهیسې نشوه کولای چې د سړیو لوبو نندارې ته ورشي خو د یوې ښځې تر ځانوژنې وروسته پر ایراني رژیم فشار زیات شو او د اکتوبر پر ۱۰مه یې په لومړي ځل ښځو ته د سیالي لیدو اجازه ورکړه. په اړه یې د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس ویډیو وګورئ.
بلاول افریدی د سیاستوال او قبایلي مشر الحاج شاه جي ګل زوی او په قوم کوکي خېل دی. د نوموړي په وینا لوړې زده کړې یې په لندن کې کړې دي. هغه وايي، دا چې د کاروباري کورنۍ سره یې تړاو دی نو لوړې زده کړې یې د بزنس یا سوداګرۍ په څانګه کې کړې دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې د ايران او سعودي عرب د ترينګلتيا له منځه وړلوکې د سهولت کار رول لوبوي. نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د ايران د سفر پر مهال د هغه
مولانا فضل رحمان وايي هغوی د ادارو سره ټکر نه غواړي، یواځې د حکومتي پالېسیو او په انتخاباتو کې د شویو درغلیو خلاف پراخ لاریون یا مارش ترسره کول غواړي.
جوګیان څوک دي؟ څه ستونزې لري؟ او ایا د دوی د ستونزو د هواري لپاره څه کار هم شوی؟ ځینې یې وايي، له زده کړو بې برخې پاتې دي. زموږ همکاره لیمه هادي په کابل کې د هغوی استوګنځایونو ته ورغلې، ورسره یې خبرې کړي او پر بنسټ یې دا ویډیويي رپورټ چمتو کړی دی.
د اکتوبر پر ۱۲مه د کوټې پریس کلب مخې ته لسګونو کسانو د پولیسو د ګرځنده ټولي "ایګل سکواډ" ضد مظاهره وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وزیراعظم ایران او سعودي عرب ته سفر په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.