د جنوبي او شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ د ترهگرۍ په تور کې د څلورو میاشتو بند تېرولو وروسته د سېپټمبر پر ۳۰ مه نېټه په لومړۍ ځل د قامي اسمبلۍ په غونډه کې برخه واخيسته. دواړو غړيو د اسمبلۍ په غونډه کې تر گډون وړاندې د قامي اسمبلۍ مخې ته خبرې کړې دي.
په داسې حال کې چې حکومت ویلي پر هر حال کې به په روغتونونو کې د اصلاحات عملي کوي، د صوبې ډاکټرانو د احتجاج په توګه په روغتونونو کې د بیړنیو خدمتونو بغیر خپلې ټولې هلې ځلې ودرولې دي چې په نتېجه کې د ولس ستونزې نوری هم پیچلې شوي دي.
چین د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د خپلې ۷۰مې کالیزې لمانځلو مراسم پیل کړل. د چین وزیراعظم د دې مراسمو د پیل اعلان وکړ. په دې کې به د پلازمېنې بیجینګ تر څنګ په ټول هیواد کې بېلا بېلې غونډې او جشنونه وي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي
په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سري لنکا په ټیم له حملې وروسته بهرنیو لوبډلو پاکستان ته ورتګ پریښې وو.په هغه برید کې اته کسان وژل شوي او د سري لنکا څو تکړه لوبغاړو ترڅنګ پکې یو شمیر کسان ژوبل شوي ول.
۷۰ کاله مخکې د اوسني چين کمونيست ګوند يو مشر او د انقلابي لارښود په توګه پيژندل شوي، ماو زيدونګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه خلکو ته د هغه په وینا د يو نوي سباون خبر ورکړ.
د سوات په مینګوره کې سېکانو په یوه غونډه کې له حکومته د خپلو عبادت خانو او امنیت ساتلو غوښتنه وکړه. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلخ والي وياند منير احمد فرهاد ويلي پر موټر سايکل سپرو د څه باندې ۴۰۰ وسله والو طالبانو يوې ډلې د شور تپه ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ.
د خوست په شمل دوه منده، سپيرې، موسی خېلو، ځاځي میدان او تڼیو ولسوالیو کې د ولسي تړون د ملي برنامې په چوکاټ کې د ۸۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
احسن اقبال زياته کړه چې دوی يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې هغه به د جمعت علما اسلام په ګډون له نورو اپوزيشن ګوندونو سره په دې تړاو سلا مشوره کوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، او یا به یې پر وړاندې جګړه دوام وکړي.
د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمېشن چارواکي وايي د قامي اسمبلۍ مرستيال سپېکر او حکمران تحريک انصاف غړی، قاسم خان سوري کولی شي خپله مسله سپريم کورټ ته يوسي او د هغه د ليري کېدو حکم چېلنج کړي.