د ننګرهار ولایت د هسکې مینې اوسېدونکي وايي، دوی له حکومت سره د همکارۍ دروند پور پرې کړ. اکرام الله اکرام او تمیم اخګر جودرې ته تللي او راپور یې چمتو کړی خو د دغه پېښې په اړه د نورو پوښتنو ځواب همدا اوونۍ په بل راپور کې کتلی شئ.
د کوټې جناح سړک چې کتابونه د سړک پر غاړه او بوټان د دوکانونو په المارۍ کې پلورل کېږي. ډېرو دوکاندارانو د کتابونو دوکانداري ځکه ټړلې چې په کتابونو پلورولو یې د دوکانونو کرایې نه پوره کېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان د درپه خېلو قامي مشرانو د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي لاریون کې له حکومته د بوراخېل تبي وال قوم سره د هغوی د ځمکې لانجې د هواري غوښتنه کړې ده. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
ماهي لا وړه وه چې د سینما په ستوري بدلیدل یې هیله وه، خو په ۱۱ کلنۍ کې یې داسې کس سره واده وکړ چې هېڅکله یې لیدلی نه وو. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو بشپړه ویډیويي رپورټ ګورئ.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي، وسله وال طالبان خپل مړي د ولسي تلفاتو په ګڼه کې اچوي چې له دې کبله د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ولسي تلفاتو د زیاتېدو خبره شوې ده.
روس، چین او پاکستان په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
د بلوچستان حکومت وايي ، په بلوچستان پوهنتون کې د پټو کېمرو په وسیله د جوړو شویو ویډیوګانو مسلې ته یې تر هر څه لومړیتوب ورکړی دی.