په خېبر پښتونخوا کې د مومندو ضلعې نهه کلن ماشوم نويد خان چې د اکتوبر پر۱۰مه د راولپنډۍ څخه لادرکه شوی وو د اکتوبر پر۱۶مه يې مړی له خپل کور سره نېږدې وموندل شو. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مشر شهباز شريف اعلان کړی دی چې د جميعت علما اسلام فضل الرحمان په ازادۍ مارچ کې به پوره ګډون کوي.
د سوات په خواز خېله کې د ښونځي ماشومانو د خوارک او صفايي راوستو په اړه د نيوټريشن کلب په نوم ټولنه جوړه کړې چې هدف یې په ښونځي او شاوخوا کلیو کې په دغه اړه پوهاوي راوړل دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.