میر حاصل بزنجو وايي د عمران خان په مشرۍ حکومت د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ اتهارټي په نوم ادارې جوړولو سره هڅه کوي چې په دې پروژه کې امنيتي ادارې شاملې کړي
د اکتوبر پر اتمه د هنر د نړیوالې ورځې په مناسبت د خوستیو خطاطانو، انځورګرو او هنرمندانو په لاس د جوړ شویو اثارو نندارتون جوړ شوی وو. د نندارتون ګډونوالو هنر د هرې بشري ټولنې د ژوند یوه برخه وبلله او دا ډول هنري فعالیتونه يې د ټولنې د فرهنګ د انعکاس او خوندي کولو په برخو کې ګټور وبلل.
په دې غونډه کې شریک د عوامي نشنل ګوند ضلعي مشر عزت خان ناصر مشال راډیو ته وویل چې هړتال او احتجاج به یې د غوښتنو تر منل کېدو روان وي.
په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي چې په دغه صوبه کې له ۴۰۰ ډېر ماشومان په زندانونو کې دي.
د امريکا دا اقدام ښايي چين په داسې حال کې سمدستي غبرګون ته اړ کړي چې وار له مخه ورباندې په سينکيانګ صوبه کې د مسلمان اقليتونو د ځورولو تورونه دي.
یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د اکتوبر پر اوومه وویل، د شام له شمالي پولې تر سلود امریکايي سرتېرو نورو سیمو ته لېږدونه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو د ویستلو په مانا نه ده.
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان سوداګرانو د اکتوبر پر اوومه د حکومت د اقتصادي پاليسو او ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج وکړل.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خفګان ختمولو لپاره تللی دی.