د پاکستان پيپلزګوند شريک مشر، بلاول بوټو زر داري پر حکومت تنقيد کړی چې د هغه پلار او پخواني ولسمشر اصف علي زداري ته یې په جېل کې طبي سهولت نه دی برابر کړي.
د چارواکو په وینا د پولیس پر ګاډي چاودنه د سړک غاړې ته ولاړ موټر سایکل کې له ايښودلیو باروتو شوې ده.
په پاکستان کې د ۳۳مو قومي لوبو د اولمپک مشال په لومړي ځل خیبر ته رسېدلی دی. د اولمپک دې بل مشال خپل سفر له کراچۍ پيل کړی وو. تر هغه وروسته د خیبر پښتونخوا ، ناران، ایبټ آباد، پیښور او اوس خیبر ته رسېدلی دی. د مشال راډیو خبریال فرهاد شنواري یې ویډیو جوړه کړې ده.
په بلوچستان کې د بېلا بېلو سازمانونو زده کوونکو د اکتوبر پر ۲۱مه نه یوازې د بلوچستان پوهنتون له کلاسونو بایکاټ کړی بلکې د پوهنتون مخې ته
د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنېشنل - د افغانستان په ننګرهار کې پر جومات په برید کې د عامو خلکو قصدي وژنه جنګي جرم بللی دی.
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي او د کانګرس یو شمېر غړي چې پرون په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي، له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.
مولانا فضل رحمان وویل که په اوویشتم اکتوبر په خیبر پښتونخوا کې د ازادي مارچ کاروانونه ودرول شول نو د ټول پاکستان لارې به وتړي.