پاکستاني چارواکي وايي د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې، فايننشل ايکشن ټاسک فورس له خړ ليست څخه د وتلو لپاره يې ګټور ګامونه اخیستي دي.
په خوست کې د کسبونو زده کوونکي وايي، پروګرامونو ورته ډېره ګټه رسولې او ژر به د خپلې کورنۍ لپاره د روزۍ ګټلو وړ شي. په دې زده کوونکو کې ښځې او وزیرستاني کډوال هم شامل دي. په سیمه کې یو شمېر خیریه ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) دا پروګرامونه چلوي. ویډیويي رپورټ.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو او مشرانو له حکومته غوښتي چې له افغانستان او بنو څخه دې د دته خېلو کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي. دوی د اکتوبر پر ۱۴مه په بنو کې جرګه وکړه او ویې ویل چې د نور د کډوالۍ ژوند نشي زغملای. یوه وزیرستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، په دته خېلو کې پرمختیايي کارونه کوي او له وسله والو تر پاکولو وروسته به یې اوسېدونکي ورستانه کړي. ویډیويي رپورټ.
پاکستانۍ سرکاري راډيو هم د نوموړي له خولې کاږي چې شاهي جوړه به پاکستان ته د خپلې دورې پر مهال د دغه هېواد یوشمېر سیمو ته سفرونه وکړي.
افغان سندرغاړی احمد ظاهر په ۱۹۷۹م زکال کې د ۳۳ کالونو په عمر کې مړ شوی وو. هغه د خپل وخت ترټولو محبوب سندرغاړی وو چې نن يې هم افغانان سندرې په ډېر شوق اوري.
د امریکا متحده ایالات وایي، د سوریې له شمالي برخې چې ترکیې د کرد وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، ټول سرتېري باسي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وايي، د ترکیې د دې عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره د ځینو اقدامانو پر جزیاتو له جرمني سره کار کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر کومه چې په پېښور کې افغان مارکېټ د افغانانو په واک کې ورنه کړل شي، په خیبر پښتنونخوا کې به د دوی قونسلګري تړلي وي.
احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.
د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته، پولیسو په لومړي ځل په خیبر ضلع کې د یوې وژنې پلټنې کړې دي. د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه د جمرود په پرېس کلب کې د خیبر ضلعې پولیس مشر محمد حسین وویل، دا پلټنې د یوه وژل شوي ۱۴ کلن هلک کاشف اپرېدی په اړه دي چې د اکتوبر پر اوومه ورک شوی وو او بیا یې مړی یې ټېډي بازار ته نېږدې موندل شوی وو. نوموړي زیاته کړه چې د هغې پېښې مرکزي ملزم یې نیولی دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه به اسلام اباد ته روان شي