شفیق افریدی وايي، د دوی خلقه د پاکستان له جوړېدو راهېسې وروسته پاتې ده او ډېر کارونه کول غواړي
د پاکستان وزيراعظم ويلي، د هندي سيکانو لپاره به کرتارپور راهداري د نومبر پر نهمه نېټه په رسمي توګه پرانېستل شي.
د پاکستان یو شمېر خبريالان او فعالان وايي چې په هېواد کې د ټولنيزو رسنيو د استعمالونکيو ځورونه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.
د اکتوبر پر ۲۰مه د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د امام حسین د څلوېښتۍ مراسم وشول او اهل تشیع عزاداري وکړه. د دوی د مجلسونو لپاره امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي ول او په ځینو ښارونو کې موبایل ټېلېفون سروېس هم تړل شوی وو. ویډیويي رپورټ.
د امان الله خان یاسین زي له دفتره د اکتوبر پر ۲۰مه، په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دا ګام په بلوچستان پوهنتون کې د وېډیو سکېنډل د مخې ته راتلو نه پس اخېستل شوی.
د افغانستان د خوست هوايي ډګر ته د ملکي پروازونو لړۍ پیل شوه. د اکتوبر پر ۱۹مه پرې لومړۍ الوتکه کېناسته. چارواکي وايي، د اوس لپاره له دې هوايي ډګره یوازې د کابل او خوست ترمنځ پروازونه کیږي، خو کله چې یې د ټرمینل چارې بشپړې شي، نو نړیوال پروازونه به هم ورڅخه پیل شي. نجیب الوخېل پرې ویډیويي رپورټ وړاندې کوي
د نایجېریا پولیس وايي ، په تېره یوه اونۍ کې یې په څلورم ځل پر یو مدرسه عملیات کړي او هلته تړل شوي نژدې ۱۵۰ زده کوونکي یې خوشي کړي دي. دوی وايي پر دې زده کوونکو هلته تشدد او تېری کېدی. پولیسو دا هم ویلي چې د مدرسې مالک یې وار له مخه نیولی دی. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وړاندې کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر او د اپوزېشن ډلو سره د خبرو اترو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ مشر پروېز خټک وايي، مولانا فضل رحمان او د هغه ملګري دې ورسره مذاکرات وکړي.
د شامي کرد ملېشې یو مشر رېدور خلیل ویلي، سرتېري به یې هله د امریکا په منځګړیتوب د شوې موافقې له مخې د هېواد له شمال شرقي سرحدي
د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال له شوې چاودنې داسې څوک نه دې پاتې چې ووايي چې چاودنه ځانمرګي بريدګر کړي او که بمونه ایښوول شوي وو. د پېښې قربانيانو سره مالي مرسته شوې او ولسمشراشرف غني دغلته د غمرازۍ لپاره ورغلی وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اکتوبر د ۲۰مې نېټې پر سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته ولاړ.
د اپوزېشن سياستوالو پر حکومت غږ کړی چې د جمعيت علمای اسلام (ف) د مشر، مولانا فضل الرحمن لخوا پلان شوي لاريون ته دې خنډونه نه جوړوي.