پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې یوځل بیا له سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره ډغره وهي او په تېره په داسې حالاتو کې چې په دغه هېواد کې ډېری مخالف ګوندونه د جمعیت علمای اسلام د رهبر مولانا فضل الرحمن په غوښتنه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د موجوده وزیر اعظم عمران خان حکومت نسکورلو لپاره په اسلام اباد کې پرلت وهلو ته ور روان دی. دا او ګڼې نورې پوښتنې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ سره په یوه ځانګړې مرکه کې څېړو چې دلته د مشال راډيو پراګ سټوډیو ته راغلی دی. کوربه قاسم خان مندوخېل ايډيټ... Читать дальше...
ډاکټرانو لومړی ویلي ول چې نوازشریف ته ډینګي تبه شوې خو بیا د نهې پر ورځ یې وویل چې د هغه په بدن کې یوه ماده پلیټلیټ کم شوي دي.
اکرم خان دراني وویل، رهبر کمېټۍ پرېکړه کړې، په دې شرط له حکومت سره مذاکراتو ته کښېني چې د ازادۍ مارچ په لار کې خنډونه ورته جوړ نه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر افغان چارواکو ته ویلي، له افغانستان سره د امریکا اوږد مهاله ژمنتیا برقراره ده.