د کابل په یو شمېر کېمپونو کې مېشتې بېکوره شوي کورنۍ وايي، کله چې له کثافاتو خوسا شوي خواړه راټولوي نو د سپيو له حملو سره مخ کېږي. په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېځايه شويو بېوزلي تاييدوي خو وايي له دوی سره مرستې شوې دي. نور حال د تميم اخګر په وېډيويي راپور کې.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، دغه ۱۵ کسیز پلاوی له څو ورځو راهیسې د یوې خپرونې په ترڅ کې په خپلو کې د ښه همغږۍ په خاطر سره بوخت دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ساینس کالج په انګړ کې د کتابونو نندارتون د اګست پر ۲۶مه پیل شو چې پنځه ورځې به دوام کوي. په دې موقع چارواکو وویل چې د بلوچستان د مرکز ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې هم کتابتونونه پرانیزي څو د کتاب مینه وال ترې ګټه پورته کړل شي. نور حال د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې.
حسن روحاني وويل، ايران خبرو کولو ته چمتو دی خو د هغه په وينا امريکا بايد لومړی پر ايران لګېدلي غېرمشروع او غېرمنصفانه بنديزونه ليرې کړي.
ښاغلي ټرمپ د اګست پ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې وویل، په رښتيا هم امکان شته چې په څو اونیو کې له روحاني سره وګوري.
په سوات کې د پوهنتون پر ودانۍ ۱۰ کاله وړاندې کار پېل شوی وو چې لا هم بشپړ شوی نه دی. استادان او شاګردان وايي چې د اوږدې مودې تېرېدو سربېره هم زدهکړې د کرايې په ودانيو کې ورکول کېږي.
په فرانس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سېون سرمشریزې په څنډه کې ولسمشر ټرمپ له هندي وزیراعظم نریندرا مودي سره خبرې اترې وکړې.
د اګست پر ۲۷ مه نېټه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې خبرې به نن (سېشنبه) د سهار له لسو بجو پیلېږي.