د عوامي نيشنل ګوند جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسېن وايي د بابړې غوندې پېښې لاهم پر پښتنو روانې دي. د نوموړي په خبره: "که هغه وخت زموږ شپږ نيم سوه کسان په بابړه کې ووژل شو نو د ترهګرۍ په تېرو پېښو هم زموږ تر ۱۲۰۰ زيات ملګري ووژل شول." نوموړي دا څرګندونې د ۱۲م اګست ۱۹۴۸ د بابړې پېښې په ياد کې راټول د چارسدې د بابړې غازي ګل بابا په جومات کې کولې. میا افتخار، اېمل ولي او د ګوند یوشمېر نور مشران یې د بابړې څلي ته هم ورغلل او د ګلونو ګېډۍ یې پرې کېښودلې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د یوې با عزته او دایمي سولې د تړون لپاره سخت زیار باسي.
په پاکستان کې میلیونونه خلک د اګست پر ۱۲مه لوی اختر لمانځي. د هېواد ځینو لوړپوړو چارواکو سهار د اسلام اباد په فیصل جومات کې لمونځ وکړ. په کوټه کې انتظامیې د جوماتونو، عیدګاهو او امام باړو امنیت لپاره اقدامات کړي ول.
د پاکستان په ډېری ښارونو کې د بینادي ښاري ډانچې نیمګړتیاوې په بارانونو او سېلاونو کې بیا بیا د ځاني او مالي تاوانونو سبب ګرځي.