اياز خان د سيمې پر نویو سندرغاړو غږ کوي چې د موسيقۍ زده کړې ته زيات پام وکړي.
ځانګړو قرغېزي پوليس سرتېرو د قرغېزستان د پخوانی ولسمشر الماس بېګ اتمبایېف پر کور چاپه وهلې.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، د مریم نواز ګرفتاري په څېر اقدامات به پخواني پوځي واکمن ضیاالحق کول.
په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي هم له مشال راډيو سره خبرو کې وویل، که له هند سره سوداګري ځنډېږي نو دا به په پاکستان کې ګراني نوره هم زياته کړي.
د اګست پر اوومه نېټه د وزیر اعظم عمران خان له دفتره په جاري شوي بیان کې راغلي دي چې پاکستان به له هند سره د سفارتي اړیکو کچه راټیټوي.
امریکا د اګست پر اوومه په پاکستان او هند د ارامه اوسېدو غږ کړی او ورته یې ویلي چې له صبر نه دې کار واخلي.
د افغانستان د مخابراتو په تخنیکي موزیم کې هغه ټېلېفون چې ۱۲۱ کاله تاریخي مخینه لري. دا موزیم په ۱۳۷۸ز کال کې د افغانستان د مخابراتو وزارت له لوري جوړ شوی او د اړیکو او ارتباطاتو بېلابېل پخواني وسایل په کې ساتل کېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.