په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د لوظنامې په اړه ډېرې وېرې موجودې دي او ویل کېږي چې له افغانستانه د وتلو په منډه کې امریکا طالبانو له ډېر رعایتونه ورکړي دي
رویټرز اژانس د اګست پر ۱۵مه ویلي چې دا غونډه د چین او پاکستان په بلنه کېږي چې پکې به د اګست پر پېنځمه د هند تر واک لاندې
د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر په ولاړ شوي کړکېچ کې ګڼو عرب هېوادونو چوپتيا غوره کړې ده.
نصرالله زېری وايي، د کوټې په باره کې دا ویل کېږي چې راتلونکې څو کاله وروسته به د څښلو اوبه نه وي او خلک به مهاجرت ته مجبورېږي.
د پاکستان حکومت خپلې د ازادۍ ۷۳مه کاليزه له کشميريانو سره د يو والي په توګه ولمانځله. له پنډۍ څخه تر اسلام اباد پورې هم يوه رېلي راويستې شوې وه چې په اړه یې احمد الله ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی. ویډیو: عمران یونس
د کعبې پوښ په لسو میاشتو کې د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت تیارېږي. د دې پوښ په اوبدلو ۱۷۰ کارېګر کار کوي او له ۶۷۵ سوچه ورېښمو يې جوړوي. نور معلومات د رويټرز په دې ويډيو کې وګورئ چې بشير ګواښ جوړه کړې.
له مسکو سره نېږدې د یوه کروندګر په پټي کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له کبله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۳ ته ټپیان روغتون ته رسول شوي. د ارل هوايي کرښې د اګست پر ۱۵مه ويلي چې د دوی د یوې الوتکې په انجن کې یو مرغه کښېوتی وو چې له کبله له ژکوسکي هوايي ډګر سره نېږدې د جوارو په یوه پټي کې بېړنۍ ناسته وکړه. ویډيو: رویټرز خبري اژانس
له لندن څخه اته کسان پر سايکلو حج ته تللي وو. دوی تر ۱۷ ملکونو تېر شول او په دوه میاشتو کې تر خپل منزله ورسېدل. له دې کاره يې يوې خيريه ادارې لپاره مالي مرستې راټولې کړي. نور حال یې د رويټرز په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د خېبر پښتونخوا د سېلګريزې سيمې ناران یو اوسېدونکی افتاب د خپلو زده کړو لګښت د اس په سورلۍ پوره کوي. دی سیمې ته ورغلیو سېلانیانو ته په خپل اس چکر ورکوي. ځلاند يوسفزي یې ویډیويي رپورټ تیار کړی.
نښه ویشتنه یوه دوديزه لوبه ده چې لا هم د پښتنو په ځینو سيمو کې ژوندۍ ده. د خیبر په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ شوې دي. دا چې په دې لوبه کې څه ډول وسلې استعمالېږي؟ او د دغې لوبې د شوق په اړه ځايي خلک څه نظر لري؟ فرهاد شینواري یې په اړه دا ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.